بایډن تورپوستی جنرال لایډ اسټین دفاع وزیر کوي

خبریال ویبپاڼه/ تمه ده چې د ۲۰۲۱ کال د جنوري پر شلمه نېټه د ټرمپ دوره پای ته ورسیږي او جو بایډن ولسمشریزې واګې په لاس کې واخلي بایډن سر له اوسه ځینې کسان وزارتونو ته نوماند کړي دي چې د دفاع وزارت لپاره یې یو تور پوستی جنرال غوره کړی دی

دغه تور پوستی جنرال افغانستان کې وړاندې د امریکايي پوځیانو قوماندان وو، هغه یو تورپوستی پوځي امریکایي جنرال دی

هغه تر دې وړاندې په پنټاګون کې پر لوړو څوکیو کار کړی دی او دغه راز یې په افغانستان او عراق کې هم ماموریت ترسره کړی دی. هغه به د امریکا په تاریخ کې لومړنی تورپوستی وي چې د امریکا ددفاع وزارت څوکۍ ته رسېږي.

تراوسه پوري د امریکا رسنیو په دې هکله څه نه دي ویلي.

د امریکا د دفاع وزارت لويي ننګونې په مخ کې لري او دوی به پر دې پریکړه او کتنه کوي  چې افغانستان کې به خپل پوځیان څنګه کوي؟

کومې ننګونې دي؟

د ټرمپ د نیمګرو پریکړو له مخې د امریکا په پوځي برخه کې هم ستونزې رامنځ ته سوې تر دې وړاندې مارک اسپر د امریکا د دفاع وزیر د ټرمپ  له لوري له دې امله لیري سو چې په افغانستان کې يې د امریکايي ځواکونو له ژر وتلو سره مخالفت کاوه د امریکا په کور دننه کې هم پوځي کارپوهان د ټرمپ له دې پریکړي څخه اندېښنه لري  خو دا چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه ژر ووزي ټرمپ د دفاع زارت ته ژمن کس راوستی.

په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د شتون او نه شتون پوځي ګډوډی او خپل سرې فیصلې به د بایډن د دفاع وزیرلپاره ننګونې وي چې باید نوموړی سمه پریکړه وکړي.

امریکا ویلي یوازي په دوه لویو او نورو کوچنیو اډو کې امریکايي پوځیان پاتي کیږي او نور پوځیان به یې له افغانستانه ووزي

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More