The news is by your side.

خلک: حکومت د مناګي برېښنا بند د جوړېدو پروژه کې پاتې راغلی

خبریال وېبپاڼه/ د کونړ اوسېدونکي وايي، حکومت د دې ولایت په وټه پور ولسوالۍ کې د مناګي برېښنا بند په جوړېدو کې پاتې راغلی او خپلې ژمنې یې نه دي عملي کړې.

دوی زیاتوي، چې د بند جوړېدو په تړاو د حکومت درواغجنو ژمنو او د قراردادي شرکت بې کیفیته او ځنډنیو کارونو سخت ناامیده کړي دي.

اووه کاله مخکې د نهه اعشاریه اته میلیونه ډالرو په ارزښت کوڼړ په وټه پور ولسوالس کې د پېچ درې پر سیند د مناګي د برېښنا بند د جوړولو چارې پيل شوې او حکومت ژمنه کړې وه، چې په څلورو کلونو کې به یې چارې بشپړوي.

حکومت ویلي و، چې د  دې بند په جوړېدو به اووه زره کورنۍ له برېښنا برخمنې شي، خو نه یوازې د خلکو کورونه روښانه نه شو، بلکې د دې بند چارې هم په ټپه ولاړې دي او خلک یې د ژر پيل غوښتنه کوي.

د کونړ والي محمداقبال سعید سره له دې چې د مناګي د برېښنا بند چارو ځنډ مني، خو وایي چې شرکت باید له قراداد سره سم خپلې چارې په ټاکلې موده کې بشپړې کړي.

هغه زیاتوي، بند تکمیل شوی دی، شرکت مکلف دی چې موږ ته هغومره برق په عمل کې راکړي چې کوم په قرار داد کې دی او تر هغه د تضمین پیسې نه ورکول کېږي، څو چې چارې بشپړې نه کړي.

کونړ چې پریمانه اوبه لري، د برښنا د تولید د بندونو د جوړيدو لپاره مناسب ګڼل کېږي، چې نه یوازې د کونړ د خلکو بلکې د افغانستان د نورو ولایتونو د خلکو هیلې هم ورسره تړلې دي.

یوازې د کوڼر د مناګي برېښنا بند نه دی، چې حکومت یې د جوړېدو په تړا کړې ژمنه کې پاتې راغلی، بلکې لسګونه نورې پروژې هم دي، چې حکومت یې وعدې کړي، مګر په ټاکلي وخت کې نه دي بشپړې شوې.

پراخ مالي فساد، په ادارو کې د چارواکو سیاسي مداخلې، کمزوری مدیریت، د مسوولینو بې کفایتي او ګڼ شمېر نور مسایل ولس سره د حکومت د کړیو ژمنو د نه عملي کېدو عمده عوامل دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.