The news is by your side.

دهوايي چلن اداره له کرونا سل میلیونه ډالر زیان لیدلی

خبریال ویبپاڼه/ د کرونا له امله دهېواد ډیری ادارې او خلک زیانمن کړي خو له دویمې څپې خپریدلو سره ښايي دا ستونزې نورې هم زیاتي سي

د افغانستان د هوانوردۍ ادارې ویلي چې د کرونا ناروغۍ د رامنځ ته کیدلو له کبله یې سل میلیونه ډالر زیان لیدلی چې له امله یې ورته ستونزې زیاتي کړې.

کرونا ناروغي له لومړۍ څپې تر دویمې څپې ورسیده چې ترمنځ يې د زیات وخت لګیدلو له امله د افغانستان د هوانوردۍ اداره تاواني سوې.

دې ادارې ویلي چې هوايي شرکتونه، او د هوايي چلند اداره په دې زیان کې شامل دي د هوانوردۍ ادارې ریسس محمد قاسم وفايي ویلي چې کام ایر، او اریانا شرکت ۴۰ میلیونه ډالر، او د هوايي چلند ادارې په عایداتو کې د تیر کال په پرتله ۶۰ میلیونه ډالر کمښت راغلی

کرونا په افغانستان او نړۍ کې خورا خطرناک حالت ته تللې او داسې ویره سته چې د دې ناروغۍ دویمه څپه به خورا خطرناکه وي  تراوسه پوري ورځ تر بلې د کرونا ناروغۍ پیښي زیاتیږي، په اوږده کرونايي حالت کې د دې ادارې په شان ټولې دولتي او غیري دولتي ادارې خورا زیانمنې سوې او د تاوان جبران هم نلري.

عام خلک په کوم حالت کې دي؟

افغانستان کې جګړه بې کاري بیوزلي او غربت هغه ستونزې دي چې خلک له لا وړاندې ورسره لاس او ګریوان وو، خو د کرونا د رامنځ ته کیدلو له کبله هغه کاربار هم په ټپه دریدلی خلک نور هم بې کاره سوي او د خوراکي توکو بیې خورا لوړې سوې دي چې خلک نسي کولی په دومره کم اقتصاد رانیسي.

حل لارې يې څه دي؟

تر ډیره بریده باید سوداګر او هغه کسان چې توکي افغانستان ته لیږدوي پر دې مجبوره سي چې خبل توکي عامو خلکو ته په سمه بیه ورکړي، او له بله پلوه د کرونا سره په ټولو برخو کې جدي مبارزه وسي  ترڅو په هېواد کې  د کرونا په وړاندې هېواد وال بر لاسي سي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance