The news is by your side.

هوایي بریدونو کې د ملکیانو تلفات زیات سوي

خبریال ویبپاڼه/ د یو شمېر څیړونکو ادارو د راپورونو له مخې له ۲۰۱۷ زیږدیز کال را په دې خوا په هوايي بریدونو کې چې  د امریکا او ملګرو له لوري يې ترسره سوي په ولسي مرګ ژوبله کې ۳۳۰٪ سلنه زیات والی راغلی.

په امریکا کې د واټسن په نوم یو انستیتوت په یوه څیړنیز راپور کې ویلي چې په دې شمېرې د هوايي بریدونو ملکي قربانیانو شمېر یوازي تیر کال ۷۰۰ کسانو ته رسیده، چې دا شمېره د امریکا د یرغل تر ټولو لوړه شمېره ده او ددې تکرار پیښي بیا نه دي سوې.

په ملکي برخه کې د هوايي بریدونو د تلفاتو ډیروالی وروسته له هغه راځي چې امریکا پر طالبانو د خپلو هوايي ګذارونو په اړه نرم مقررات رامنځ ته کړل.

ولې په هوايي بریدونو کې د ملکیانو تلفات زیاسوي؟

یاده څیړونکې اداره وايي چې له یوه لوري د امریکايي ځواکونو شمېر کم سوی، او له بله پلوه د سولې خبرو ته د طالبانو ماتولو لپاره پر هغوی فشارونه زیات سوي.

یوازي په هوايي بریدونو کې ملکي تلفات لرو؟

ښايي دا پوښتنه له هر افغان سره حل سوې وي د ۲۰۲۰ کال په وروستیو کې د طالبانو له لوري د افغانستان په زیاتو ولایتونو کې جګړې زیات سوې چې پکښي د ملکي تلفاتو برخه هم غوښنه سوې او زیاته مرګ ژوبله عامو افغانانو ته هم پکښې اوښتې له دې سره سره د سړک غاړې ماینونو هم سږ کال ډیر عام خلک له منځه یو وړل.

تراوسه پوري د افغان سولې د بریالي کیدلو او جګړې ختمولو لپاره هیڅ ګام نه دی اخیستل سوی او عام افغانان په دې  اند دي چې ښايي د دوی دا د لوړ ګراف مرګ ژوبله هیڅ و نه دریږي ځکه د دوی هغه هیلې چې سوله به راځي مړاوي کړې.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.