The news is by your side.

حکومت وايي، د طالب بندیانو خوشي کولو د تېر په څېر بې ګټې دي

خبریال وېبپاڼه/ د هېواد د ملي امنیت شورا وايي، د اووه زره نورو طالب بندیانو خوشي کول د تېر په څېر بې ګټې دي او د سولې له پروسې سره هیڅ راز مرسته نه شي کولای.

د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د پنځه زره طالب بندیانو خوشي کولو د سولې له بهیر سره مرسته و نه کړه، طالبانو اوربند ته غاړه کېنښوده او طالبانو پر خپلو وعدوه عمل ونه کړي، ځکه خو د اووه زره نورو زندانیانو خوشي کول هم له دې بهیر سره مرسته نه شي کولی.

دده په خبره، د زندانیانو خوشي کول د افغانانو غوښتنه نه ده، ځکه مخکې د افغان حکومت پر دې پرېکړه ګڼې نیوکې وشوې او د خلکو غوسه یې پارولې وه.

 هغه وایي، افغان حکومت په سوله کې له پرمختګونو پرته د نورو طالب بندیانو خوشي کولو ته تیار نه دی.

تر دې وړاندې ارګ هم ویلي وو چې دوی په سوله کې له پرمختګونو پرته د طالبان نورو بندیان نه خوشي کوي.

خبریال وېبپاڼه/ طالبانو له امریکا غوښتي چې د دوحې د تړون پر اساس د افغان حکومت له زندانونو د دوی ۷ زره نور بندیان خوشي کړي. دوی د دغو زندانیانو د خوشي کېدو لپاره وخت هم ټاکلی او ویلي یې دي، چې باید تر راتلونکو لسو یا تر لسو کمو ورځو پورې دغه بندیانو خوشي کړل شي.

امریکا د طالبانو دغه غوښتنه پر ځای بللې او ویلي یې دي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې هوکړه باید په پوره ډول عملي شي، ځکه په خبره یې، د یادې هوکړې ټول مسایل یو بل سره تړلي او داسې ناممکنه ده چې د تړون یوه برخه دې یې عملي شي او په بله دې یې سترګې پټې شي.

حکومت ته پکار ده چې له ډېر تدبیر او پلان څخه کار واخلي، د نورو طالب زندانیانو د خوشي کېدو په تړاو دې نړۍوال ضمانت واخلي، بیا دې په پوره غور یو معقول اقدام وکړي، ځکه د طالبانو پنځه زره بندیانو خوشي کېدو په هېواد کې پر روان وضعیت او د اوربند پر رامنځ ته کولو هېڅ راز اغېز مثبت نه ونه کړ، که اووه زره نور خوشي شي بیا خو به بېخي غوبل جوړ وي او د خلکو چیغې به پورته شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance