کرونا پرون راهیسې ۸۹ پاکستانیان وژلي

خبریال وېبپاڼه/ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په پاکستان کې د کرونا ویروس دوهمې څپې د ۸۹ نورو پاکستانیانو ژوند اخیستی او ۲۰۰۰ نور کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي دي.

پاکستاني چارواکيو تېره ورځ اعلان وکړ چې د کرونا دويمه څپه يې له واکه وتلې او نور يې مهارول د دوی تر وس لوړه خبره ده.

هلته له پرون راهيسې دوه زره تنه نور په کرونا وايرس اخته شوي دي او تر اوسه نهه اتيا تنه نور پاکستانيان ورڅخه مړه شوي دي..

په پاکستان کې د کرونا له پيل تر اوسه پورې پنځه اعشاريه اته ميليونه پاکستانيان په دغه وايرس اخته شوي او تر اوسه پورې ورڅخه د ټولو مړو شويو کسانو شمېر شاوخوا لسو زرو تنو ته رسېدلی دی.

پاکستاني چارواکيو پرون ويلي و چې نور يې د کرونا له ناروغانو روغتونونه ډک او ځای نشته.

د پېښور او اسلام اباد په ګډون د پاکستان په يو شمېر نورو ښارونو کې سلګونه ډاکټران او روغتياپالان هم په کرونا ویروس اخته شوي دي.

حکومت د کورونا ویروس د مخنيوي په خاطر په ځېنو سيمو کې قرنطین اعلان کړی دی.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ويلي چې ولس دې له احتياطي تدابيرو کار واخلي خو د ده په وينا دا ځل به کاروبارونه، کارخانې او له روزګار سره تړلي شيان نه بندېږي.

که څه هم په لومړي سر کې به په ټول پاکستان کې هره ورځ د کرونا ویروس سلګونه مثبتې پېښې ثبتېدې، خو په دې وروستیو کې او د دې ویروس په دوهمه څپه کې دا شمېر زرګونه ته پورته شوی دی.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More