The news is by your side.

د پکتیا لپاره د طالبانو د والي ډیپو کشف او ترلاسه شوه

خبریال وېبباڼه/ د پکتیا چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو د دې ولایت په میرزکې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو یوه ډیبو کشف او ترلاسه کړې ده.

د پکتیا د والي ویاند عبدالرحمن منګل خبریال وېبپاڼې ته وویل، له دغې ډیپو څوارلس بېلابېل ډوله مهمات، چې د دې ولایت لپاره د طالبانو د تش په نوم والي (مولوي اسماعیل) اړوند وو، د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د هغه په خبره، له دې ډیپو کې ۱۱ حلقې بوشکه یې ماینونه، ۶ حلقې ترموزي ماینونه، ۲ د ځانمرګو واسکټونه، د ټانګ ضد يو ماین، د ۸۲ دوه فیره مرمۍ ۱۸ فيره د راکټ مرمۍ، ۲ فيره د مزایل مرمۍ، ۶ بکسې د دوشکې مرمۍ، ۶ حلقې فشارې ماينونه، ۱۲ فيره د هاون سر ګلولې، ۶ عدده ساده ماينونه، ۳۰ کيلو باروت، يو میل انګريزی ټوپک او ۱۰ قبضې لاسي بمونه ترلاسه شوي دي.

منګل زیاتوي، وسله والو طالبانو غوښتل چې ياد مهمات د خپلو کسانو په ذریعه مرکز ګرديز ته انتقال او په ترهګريزو بريدونو کې ترې کار واخلي، چې موخې ته تر رسېدو مخکې کشف او ترلاسه شول.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.