The news is by your side.

علیپور بیا پر پښتنو ځمکه تنور ګرځولې

خبریال وېبپاڼه/ د میدان وردګ ولایت اوسېدونکو یو ځل پر حکومت غږ کړی دی چې دغه ولایت کې دې پر ولسي وګړیو د هزاره ملېشه ځواکونو قوماندان علیپور د زور زیاتي مخه ونیسي.

دوی ویلي، چې د علیپور له ظلم او زور زیاتي تر پوزې راغلی او ونه نیول شي، په پراخو مدني حرکتونو به لاس پورې کړي.

هغوی ویلي، علیپور میدان وردګو ولایت کې پر ملکي وګړو په ځانګړي ډول پر پښتنو ځمکه تنور ګرځولې ده.

د هغوی په وینا، تازه علیپور د پولیسو پر یوه پوسته حمله کړې، هاموې ټانګ، رنجر او نورې سپکې او درنې وسلې یې لوټ کړي دي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې رئیس میررحمن رحماني هم پر حکومت غږ کړی چې باید ژر تر ژره په میدان وردګ ولایت کې د نامسووله وسله والو فعاله قوماندان علیپور ونیسي او محاکمه دې یې کړي.

رحماني په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، خبر شوی چې علیپور د میدان وردګ ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه پوسته حمله کړې او هاموي ټانګ، رنجر او یو شمېر سپکې او درنې سلاحوې یې له ځانه سره وړي دي.

هغه زیاته کړه، علیپور شخصي زندانونه لري او سلګونه نامسووله وسله وال لري او خلک ځوروي چې حکومت یې باید ژر تر ژره د نیولو لپاره اقدام وکړي.

د هغه په خبره، علیپور د سړکونو پر سر پاټک اچوي او خلکو د ټوپک په زور پیسې اخلي.

 د هزاره ملېشه ځواکونو قومندان عبدالغني عليپور څه موده مخکې د ملي امنیت ځواکونو لخوا ونیول شو، خو څو ساعته وروسته د ولسمشر د دويم مرستيال سرور دانش په امر د ملي امنيت له زندان څخه بېرته ازاد شو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.