The news is by your side.

سبا د افغانستان او ایران ترمنځ رسماً رېل پټلۍ پرانیستل کېږي

خبریال وېبباڼه/ ایران وايي، چې د هرات – خواف ریل پټلۍ به سبا پنجشبنې د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو په حضور کې په رسمي توګه پرانیستل شي.

د ایران د ښارجوړلو وزیر محمد اسلامي ویلي چې د هرات- مزار شریف ریل پټلۍ جوړولو لپاره هم په چمتوالي بوخت دي او ژر به یې کارونه پیل کړي.

څو ورخې وړاندې له ایرانه د هرات – خواف رېل پټلۍ له لارې د اریراني توکو لومړنۍ جوپه هرات ته راورسېده او په دې سره لس کاله وروسته ایران سره د رېل پټلۍ له لارې د توکو لېږد رالېږدل پیل شو.

د دې پټلۍ له رسمي پرانیستو سره به د اقتصادي، ترانزیټي او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د حمل ‌و نقل نوی باب پرانیستل شي.

 د هرات – خواف د پټلۍ پروژه، چې ۲۵۵ کيومتره اوږدوالی لري، څلور برخې لري؛ اوله برخه یې له خواف د ایران تر سنګان، دویمه برخه یې له سنګان تر چا سرخ پولې پورې ده چې دواړه برخې ۷۶ کیلومتره کېږي.

افغان چارواکي وايي، د ایران یا د دغه هېواد له لارې د وارداتي توکو کلنی ارزښت درې میلیارد ډالرو ته رسېږي او د دې پروژې پرانیستو سره به دا اندازه نوره هم ډېره شي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ ۱۰ کاله وروسته د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد د افغانستان او ایران ترمنځ د رېل پټلۍ رسمي پرانیستلو سره پیل شوی.

د افغان پټلۍ اداره وايي، افغانستان دا مهال له ترکمنستان، ازبکستان، قزاقستان، روسیې، اوکراین او چین پټلیو سره نښلول شوی او د هرات – خواف پټلۍ پرانیستې سره به ډېر ژر د ایران، ترکیې او اروپا پټلۍ سره هم ونښلول شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.