هند پر پاکستاني پوځیانو د برید تابیا نیولې
خبریال وېبپاڼه/ پاکستان وايي، راپورونه يې تر لاسه کړي دي چې هند تابيا نيولې چې د پاکستان او هند تر منځ پر کرښه پاکستانيان وځپي، ځکه يې نو وار له مخه خپل پوځ ته د تيارسئ امر کړی دی.
پاکستانيان وايي، دا مهال هند په کور دننه له ځينو کش مکشونو سره مخ دی، ځکه نو د خلکو د پام پر بله کولو په موخه شايد پر پاکستان بريد وکړي.
هندي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي
پاکستان د پردې تر شا د هند پر ضد جګړه کوي
تر دې وړاندې د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي پر پاکستان تور پورې کړی وو، چې په هندي خاوره کې د پر دې تر شا د هند پر ضد جګړه او د ترهګرو ملاتړ کوي.
مودي ویلي و، که څه هم چې پاکستان د دودیزو جګړو توان نه لري، خو بیا هم د هند له دښمنۍ لاس نه اخلي او هند ته د ترهګرو په استولو سره د هند د ملي امنیت پر وړاندې خنډونه جوړوي.
د هغه په خبره، پاکستان په دغه سیاست سره هندي ځواکونو ته ډېره مرګ ژوبله اړولې او په خبره یې په دودیزه جګړه کې به دومره هندي پوځیان نه وای وژل شوي لکه اوس چې د ترهګرو په لاس وژل کېږي.
دی وايي چې هند د ټوپک پر ځای پرمختګ غواړي، خو په خبره یې د خپلې خاورې د دفاع لپاره به هندي ځواکونه په لا ډېرو پرمختللو وسلو سمبال کړي.
ها خوا له څه مودې راهيسې په هند کې بزګرانو د حکومت پر ضد مظاهرې پيل کړې دي او په دې سربېره، هلته شته مسلمانان هم د مودي له حکومت څخه ښه خوله نه ښوروي.
هند نور زغم نه کوي
پاکستان کې د مېشتو تروریستي ډلو لخوا د پاکستان د استخباراتو په لمسون د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې په تروریستي بریدونو کې لسګونه هندي پوځیانو او عامو هندیان وژلو نور د پاکستان پر وړاندې د هند زغم پای ته رسولی، ځکه خو یې د دغه برید تابیا نیولې ده.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.