The news is by your side.

د طالبانو جګړې ديني مشروعیت له لاسه ورکړی

 خبريال وېبپاڼه/ په افغانستان کې د روانې جګړې ترټولو ستر اړخ طالبان دي، دوی د خپلې جګړې د مشروعیت لپاره تر ننه پورې د امريکايي ځواکونو شتون وړاندې کاوه، اوس چې دوی د امريکايانو سره سوله وکړه نو جګړې يې هم خپله دغه مشروعیت له لاسه ورکړ.

په روانه جګړه کې اوس صرف مسلمان وژل کېږي او زيان يې هم صرف مسلمان ته رسېږي، اوس که طالبان د جګړې ددوام لپاره کوم بل نوم وړاندې کوي، د کوم بل مشروعيت د پيدا کولو هڅه کوي نو دا صرف ددوی د شوم نيت اعلان کېدی شي.

دا ټول مني چې اوسنی حکومت تر خولې پورې په فساد کې ډوب دی، واکمن يې ډېری داسې نلک دي چې دوه پاسپورټه لري، خو ددې هرڅه سره سره نه اسلامي فقه او نه هم بشري عقل اوسني شرایط دې ته اجازه ورکوي چې طالبان دې ددې‌ حکومت په وړاندې جګړه وکړي.

طالبان دې د فساد په وړاندې مبارزه وکړي
که حقیقت ووايو فساد اوس يوازې په حکومتي چارواکو کې نه دی، بلکې ددې ملت د ډېری افردو په وينه کې ګډ شوی دی، ددې ملت هر فرد اوس د خپل توان مطابق غل دی او فساد کوي، که د يو چا سره مو د زرو افغانیو معامله وي نو د يو سل دوه سوه غلطي درسره کوي، که مو د يو چا سره د لس سل زرو افغانيو معامله وي همداسې د وده پينځه زره افغانیو فساد غلاو او چل درسره کوي.

اوس پکار ده طالبان په ټولنه او هېواد کې د موجود فساد په وړاندې مبارزه وکړي، دا مبارزه بايد قطعا سوله ایزه وي، دا هېواد همدې ته اړتيا لري چې د فساد په وړاندې مبارزه وشي، که طالبان بيا وسلې او ټوپک ته لاس کوي نو د‌ مجاهدینو حال ته دې وګوري چې اوس ددوی د لاسه خلک ان ددين او جهاد سپکاوی کوي.

د فساد په وړاندې هر اړخيزه مبارزه پکار ده، همدا اوس د طالبانو چارواکي هم په همدې فساد کې لاس لري، موږ په سترګو وينو چې د مخالفينو قوماندانان څو څو ښځې لري په کليو کې څه ډول کورونه لري او همداسې لوړ پوړي چارواکي یې هم.

افغان ملت يې جهاد‌ نه بولي
روانه جګړه نور اصلا ديني مشروعيت نلري، حتی پخپله طالبان پدې پوهېږي چې روانه جګړه ديني مشروعیت نلري، تر پرون دوی ويل چې دوی په افغان پوځ ځکه حملې کوي چې دلته امريکايان شتون لري او افغان پوځيان ددې مانع کېږي چې طالبان په امریکايي ځواکونو حملې وکړي.

اوس چې همدا طالبان د امریکايي ځواکونو سره یوه توافق ته رسېدلي، په هغوي یې بريدونه درولي په افغان پوځ بريد کول نه ديني مشروعیت لري نه افغاني، که افغان ملت په دریو طبقو ووېشو نو لومړی طبقه چې کاملاً د طالبانو خلاف ده، دوهم چې د امريکايانو مخالفه ده او غواړي افغان پوځيان او طالبان سوله وکړي او درېمه ډله افغانان بيا په مطلق ډول د طالبانو طرفدار دي.

اوس د حکومت او طالبانو ترمنځ پاتې ډله د اوسط ډله ده، چې غوښتل یې امريکايان ووځي او طالبان او حکومت سره سوله وکړي، دا طبقه اوس د طالبانو روانه جګړه په کلکه غندي او غواړی چې طالبان د افغان پوځ سره سوله وکړي، طالبان اوس دغه د اوسط ډله خلک له لاسه ورکوي.

خو که طالبان د حکومت په وړاندې جګړه ودروي او د فساد په وړاندې مبارزه پيل کړي نو همدا د وسط ډله به په مستقيم ډول د طالبانو ملاتړي شي او که سبا ټاکنې وشي نو د هرڅه سره سره به يې طالبان په مطلق اکثریت ډول وګټي خو ددې لپاره باید طالبان په افغان پوځ حملې ودروي او په حکومت او ټولنه کې د روان فساد په وړاندې د خپل ملت سره اوږه په اوږه مبارزه وکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.