طالبانو د جهاد او اسلام په نوم فساد روان کړی

لیکوال: هادي مخلص

خبریال وېبپاڼه/ طالب جنګیالي په دې باور دي، چې ۲۰ کاله مو مبارزه وکړه، شهیدان او ټپیان مو ورکړل، بندیخاني مو تېرې کړي، کورونو مو بمبار شول، در په در وګرځېدو، خو په پای کې مو د افغان شمله لوړه وساتله او امریکا ته مو ماتې ورکړه، هاغه دی امریکایان خپل پوځونه له افغانستانه وباسي او دا یوازې او یوازې د طالب د مټ او تورې زور و چې بهرني ځواکونو یې ایستلو ته اړ کړل او په نړۍ کې یې د اسلام شمله اوچته کړه، خو له اصلي کیسې خبر نه دي، چې دا شل کاله دوی د خپلو مشرانو د ګتو قرباني شول، نه د اسلام. فساد یې وکړ، نه جهاد.

ځکه طالب مشران تر بل هر وخت ډېر مالداره شوي دي، په پاکستان په ځانګړي ډول په کراچي، کوټه او خیبر پښتونخوا ښارونو او عربي متحده اماراتو کې ډېر ترانسپورټي، تعمیراتي او نور پټ تجارتونه لري، ډېر لوی جایدادونه یې جوړ کړي، جعلي بانکي حسابونه لري او ډېرې ګټې ځنې ترلاسه کوي.

طالب مشران له دغو پټو او ښکاره تجارتونو څخه، چې په ځینو ځایونو کې یې پاکستانیان پکې مخته کړي وي، د خپلو شخصي شتمنیو د ډېرېدو لپاره کار اخلي، ځکه دوی پاکستان خپل کور بولي، په ژوند او مرګ یې د ارام ځای هغه دی، اولادونه یې هلته دي، شتمنۍ یې خوندي دي او په یو ډول هلته خپل روښانه راتلونکی ویني، خو له بده مرغه چې هغوی دغو کارونو ته د اسلام او جهاد نوم ورکړی، چې په ښکاره ډول فساد دی.

د کوټې د نوي کلي په سره غوړګۍ سیمه کې د امیرخان متقي د «ریاض ټاون» پروجیکټ، په کراچۍ کې د ملاعبدالغني برادر د ملکیتونو د پلور او پېر  شرکتونه، کورونه او کار و بار، د ملا ترابي رهنمایي معاملات، د کراچۍ په ګلشن معما، ګلزار هجري او شهید ملت روډ کې د ملامنصور یو کور، یوه نومره ځمکه او څلور اپارتمانونه او څو بانکي حسابونه د طالب مشرانو د کار و بارونو او جایدادونو عمده بېلګې دي.

دوی له کلونو راهیسې خپل ځانونه عاجز خدايي خدمتګاران بولي، د دین او جهاد چیغې وهي، خو د پردې تر شا د دوی پټو تجارتي معاملو، غټو مافیايي ګروپونو او نشه يي توکو دوی ډېر شتمن کړي، په داسې حال کې چې د ترهګریزو بریدونو قربانیان او د یادې ډلې جنګیالي لا هم په سخت فقر کې ژوند کوي او د اسلام په نوم ناخبره جنګېږي، د جنت او ثواب ګټلو په نوم یې د هغو بیخ او بنیاد هلاک کړ.

نو ویلي شو، چې د طالبانو جګړه جهاد نه دی او نه هم د اسلام لپاره ده، بلکې دا جګړه د افغانستان د خلکو او د هېواد د تباهۍ لپاره ده؛ که‎ چېرې طالبان وايي چې دغه جګړه د هېواد لپاره کوي، خدای شاهد دی، چې دا د وطن لپاره نه ده، د بربادۍ لپاره ده او که‎ ادعا کوي چې دغه جګړه د اسلام لپاره کوي، دا هم درواغ دي، ځکه دا د اسلام په نوم یوازې فساد دی.

امنیتي ځواکونو ته پکار ده، چې د طالبانو د دې فساد پر وړاندې جګړې ته شدت ورکړي، ځکه دا فساد دی او د فساد پر وړاندې مبارزه فرض او له ملي نوامیسو ننګه فرض ده.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More