جهاد که فساد؟ طالبانو روان کال ۱.۶ میلیارده ډالر عواید لرل
خبریال وېبپاڼه/ د فرانسې خبري اژانس لیکي، د طالب ډلې د پخواني مشر ملا عمر زوی ملا یعقوب په روان کال کې د خپلې ډلې عواید ۱.۶ میلیارد ډالرو ته رسولي دي. راپور کې د نبراسکا پوهنتون د اطلاع رسونې پروګرام همغږي کوونکي حنیف صوفي زاده له قوله راغلي، دغې ډلې ۲۰۲۰ میلادي کال کې د مخدره توکو د قاچاق له درکه ۴۱۶ میلیون ډالر، د کانونو د استخراج له درکه ۴۶۴ میلیون ډالر، د اخاذي او مالیاتو له درکه ۱۶۰ میلیون ډالره، د خواخوږو له درکه ۲۴۰ میلیون ډالر، د لوټل شویو مالونو د صادراتو له درکه ۲۴۰ میلیون ډالر، د املاکو له درکه ۸۰ میلیون ډالر او له مرستندویه ځانګړې توګه فارس خلیج هېوادونو څخه ۵۰۰ میلیون ډالره مرسته تر لاسه کړې ده چې ټولټال د دغې ډلې پانګه ۱.۶ میلیارد ډالرو ته رسېږي.
راپورکې راځي، طالبانو همدا پام وړ تر لاسه شوې پانګه د افغانستان په تخریب کې لګولې ده، په ورته وخت کې افغان حکومت هم خپل ډېر لګښت پر جګړه کړی دی چې په ټوله کې یې زیان افغانستان ځانګړې توګه د دغه هېواد اقتصاد ته اوښتی دی.
راپور کې وړاندې راغلي، په دوحه کې د دواړو اړخونو مذاکراتي پلاوو ته په کار ده چې د خپل هېواد د سلامتیا او پیاوړتیا لپاره هر څه ژر جګړه ودروي او د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره یو بل سره سوله وکړي.
د وسله والو طالبانو لخوا د جهاد په نوم د فساد او ناوړه کړنو دوام او د حکومت لخوا مالي او اداري فساد خلک سخت اندېښمن کړي او په یو ډول خپل برخلیک تیاره ویني.
د شنونکو په باور که په هېواد کې روانې جګړې او دولتي ادارو کې پراخ فساد ونه درول شي، نه یوازې دا چې اقتصادي بنسټونه به له منځه ولاړ شي، بلکې افغانستان به تر اوس بدتر پردیو مرستو ته محتاج وي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.