دوحه کې پر اوربند خبرې کېږي؛ طالبان به یې ومني؟
خبریال وېبپاڼه/ یوه حکومتي سرچینه وايي، ټاکل شوې ده، چې نن په دوحه کې د طالبانو او حکومت د مذاکراتي پلاویو د خبرو بر کړنلاره له هوکړې وروسته نن پر اوربند او ۷۰۰۰ نورو طالب بندیانو پر خوشې کېدو خبرې کوي.
سرچینې ویلي، په اجنډا کې به تر اوربند او طالب بندیانو د خوشې کېدو له مسئلې سربېره سیاسي مشارکت او د کلیو د ملکي کولو مسئله له نورو مهمو مسایلو وي چې په اجنډا کې ورته ځای ورکړل شي.
د مصالحې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون ویلي چې د نننۍ ناستې د اجنډا په اړه یادښتونه تبادله شوي او خبرې به ترسره شي.
تر دې مخکي بیا د بښنې نړیوال سازمان د افغانستان د دولت او طالبانو له مذاکره کوونکو پلاوو غوښتي چې د خبرو پر مهال د تاوتریخوالي ختمولو او په افغانستان کې د اوربند ټینګولو ته لومړیتوب ورکړي.
د افغانستان د حکومت تر څنګ ځینو نورو هېوادونو او سازمانونو هم له طالبانو په افغانستان کې د اوربند ټینګولو غوښتنه کړې وه.
خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ویلي، چې لا معلومه نه ده چې نن به دغه ناسته وشي او که نه.
افغان حکومت او د طالبانو مذاکراتي ډلو د تیرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د بین الافغاني مذاکراتو د مقدمې په ګډون د طرزالعمل د نهايي کېدو خبر ورکړ.
طالبان د خپلو ۷۰۰۰ نورو بندیانو پر خوشې کېدو او له تور لېسته د خپلو مشرانو د نومونو پر ایستلو ټینګار کوي.
دوی تر اوسه د اوربند په اړه څه نه وايي، خو دا مني چې د مذاکراتو یوه برخه به وي.
په هېواد کې د جګړې شدت عام افغانان سخت اندېښمن کړي او له ښکېلو اړخونو غواړي چې ژر تر ژره اوربند وکړي.
تر دې وړاندې ګڼو هېوادونو هم پر ښکېلو اړخونو غږ کړی وو، چې ژر تر ژره باید دایمي اوربند وکړي، کنه د سولې مذاکرات به نتیجه ونه لري.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.