The news is by your side.

له افغانستانه د امريکايي پوځيانو ويستلو لايحه تصويب شوه.

خبريال وېب پاڼه : د امريکا د کانګرس استازو له افغانستان څخه د امريکايي پوځيانو د ويستلو لايحه تصويب کړ.

له دي مخکې د امريکا دفاع وزارت اعلان کړي وه چې په افغانستان کې به د خپلو پوځيانو شمير تر ٢٥٠٠ راټيټ کړي.
په لايحه کې د افغان ځواکونو سره د مرستو لپاره ٤ ميليارده ډالرو ته هم ځاى ورکړل شوى دى.

د امريکا د ولسي جرګې د اصلاحاتي خدمتونو د کميټې رييس اډم سميت، په يوه بيان کې ويلي (هر هغه څه چې موږ يې د افغانستان لپاره کوو بايد ولسمشر ټرامپ له افغانستانه د امريکايي پوځيانو د ويستلو لامل څرګند کړي او شايد هغه د لامل په څرګندولو کې پاتې راشي خو، زما په فکر موږ بايد افغانستان نور پريږدو زموږ اوسيدل افغانستان کې بى ګټي دي او موږ بايد ددي کار مسؤلیت واخلو  دا لايحه په غير قانوني ډول د پوځيانو ويستلو ته اجازه نه ورکوي).

د امريکا د ګانګرس غړى مک تورن بيري ويلي”يوه مثبته رأيه دا ثابتوي چې موږ د خپلو پوځيانو څخه ملاتړ کوو، په يوې مثبتى رايې سره موږ خپل دښمن ته دا ښودلې شو چې موږ ددې هيواد د پوځيانو او حکومت څخه ملاتړ کوو او دا لايحه په حقيقت کې ددى هرڅه لپاره ده”.

د لايحې په ځينو برخو کې ويل شوي که چيرى په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو شمير تر ٤زرو کم شي نو امريکايي ځواکونه به د افغان ځواکونو څخه د ملاتړ او د وسله والو پرضد په خپل ماموريت کې پاتې راشي.

د امريکا د کانګرس غړي سوزان ديويس ويلي؛ هغه وخت چې د افغانستان او عراق جنګونه اوج ته رسيدلي وه موږ په خپلو پوځيانو تمرکز کړى وه خو، اوس ددى وخت راغلى چې موږ د خپلو پوځيانو راتلونکي اړتياوو ته فکر وکړو.

د امريکا ٧٤٠ ميليارد ډالري دفاعي بوديجه نن چهارشنبه په ٣٣٥ مثبتو او ٧٨ مخالف رايو سره تصويب شوه.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.