The news is by your side.

د پوهنې وزرات کې په ډبل معاش ۷۰۰۰ مشاورين

د پوهنې وزرات کې په ډبل معاش ۷۰۰۰ مشاورين

خبريال وېبپاڼه/ د پوهنې وزرات چې څه موده وړاندې يې نومانده وزيره د ولسي‌ جرګې له لوري رد شوه د ۷ زره مشاورينو له لوري اداره کېده.

د پوهنې وزارت رد شوې نوماندې رنګينې حميدي د افغانستان د پوهنې د وزارت د وضعيت په هکله تازه څرګندونې کړې دي چې د پوهنې په وزرات کې د روان ناورين په هکله روښانه کوونکې دي.

۷ زره ډبل معاش لرونکي مشاورين
داسې ښکاري چې د مېرمن حمیدي څخه وړاندې د پوهنې د وزرات ټول کار ۷ زره مشاورینو په مخ وړ او وزير اصلا په افغانستان کې موجود نه و، ځکه د ۷ زره مشاورینو تعداد ته وګورو نو وزير ته چندان کار نه پاتې کېږي.

د پوهنې وزارت سرپرستې وزيرې په خپلو تازه څرګندونو کې د پوهنې د وزرات له ناوړه حالت څخه پرده پورته کړې، مېرمن حميدي وايي چې په دې وزرات کې اوه زره مشاورين مودو و چې اوس صرف ۱۲۰ دانې پاتې دي.

مېرمن حمیدي وايي دا ۱۲۰ مشاورين ددې مشاورين دي هره مياشت په لکونو پيسې اخلي خو دې يې تراوسه مخ هم‌ نه دی ليدلی، د مېرمن حميدي په وينا چې د پوهنې په وزرات کې داسې يو حالت حاکم دی چې که يو څوک له دندې لرې شي نو سبا يې کسان راغلي وي او چيغې يې جوړې کړې وي چې په پلانکي دې ولې کار درلود، هغه ته ولې لاس اچوې.

دا پيسې دې ښوونکو ته ورکړل شي
د پوهنې وزارت سرپرسته وزيره وايي چې دا مشاورين په بنسټ کې هېڅ کار نلري او دې ليدلي هم نه دي خو هره مياشت ددوی په نامه لکونه افغانۍ شادرېږي، مېرمن حميدي وايي دا پيسې بايد په ښوونکو وویشل شي د هغوي امتيازات زيات شي ځکه چې هغوي د لويو اقتصادي ستونزو سره مخ دي خو مشاورين چې هېڅ کار نلري په لکونو افغانۍ مصرفوي.

مېرمن حميدي وايي چې دې ځانته اوس صرف درۍ مشاورين پرېښي چې دا ورسره مشوره کوي خو د وزرات په جوړښت کې اوس هم تقريباً ۱۲۰ مشاورين شتون لري چې هره مياشت ورته په لکونه افغانۍ ورکول کېږي.

هیچا ته مې وعدې او پيسې ورنکړې
د پوهنې وزارت نوماندې د ولسي جرګې له لوري د رد کولو په هکله وويل چې دې هېچا ته د مقام او چوکۍ وعده نه وه ورکړې، نه يې هم چاته پيسې ورکړې وې، چاچې بدون د پيسو او وعدو څخه رايې ورکړې د زړه له کومي مننه ترې کوي.

مېرمن حميدي په داسې حال کې دا خبرې کوي چې ډېری وزیرانو ددې ولسي جرګې څخه د تاييد د رایې د ترلاسه کولو لپاره پیسې ورکړې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.