هلمند کې چريکي بريدګر نېغ په نېغه ونيول شو
خبريال وېبپاڼه/ په هلمند ولايت کې چيريکي بریدګر امنيتي ځواکونو نېغ په نېغه ونيو، دغه بريدګر لومړی د هلمند ښار په لومړۍ حوزه کې په امنيتي ځواکونو بريد وکړ او يو سرتېری يې ټپي کړ، وروسته همدې ټپي سرتېري د نورو امنیتي ځواکونو څخه مرسته وغوښته چې په پايله کې یې يو چيريکي بريدګر وتښتېد او یو بیا ژوندی ونيول شو.
په هلمند کې دا بریدګر په داسې حال کې نیول کېږي چې په ټول هېواد کې چيریکي بریدونه خپلې لوړې سويې ته رسېدلي دي، د هلمند ښار هم له دې بریدونو څخه خوندي نه دی، د هلمند ښار ډېري سیمې د خال خال جګړې ښکار وي چې ښاريان یې په تنګ کړي دي.
هلمنديان يې چاره کول غواړي
د هلمند په ښار کې دا ډول بریدونه، په پوستو حملې ډیرې شوې دي، ځايي خلک شکایت کوي چې کله امنيتي ځواکونه ډېر په زړورتيا سره ددی ډول بريدونو عاملين ونیسي خو څه موده وروسته دوی بيا خوشي کېږي.
خلک په دې خفه دي چې ددوی قاتلین نن امنيتي ځواکونه د لویې قربانۍ ورکولو سره ونيسي او سبا دا بریدګر بيا د بېلابېلو نومونو لاندې خلاص شوی وي او بيا یې لاس دې ډول يو بريد ته اچولی وي.
د افغان سرتېرو قربانۍ
افغان سرتېري ددې ډول قاتلینو د نیولو لپاره خپل ژوند په خطر کې اچوي، زخميان کېږي، د بدن اندام او غړي له لاسه ورکوي، ځينې پکې شهيدان کېږي، پوځ يې په دومره سختی نيسي خو چارواکي یې بيا په ډېره ارامۍ په یوه لاسليک سره بېرته خوشي کوي.
افغان ملت ددې ډول قاتلینو د خوشي کولو سخت مخالف دی او په هېڅ ډول دې کار ته زړه نه ښه کوي چې ددی د زامنو او اولادونو قاتلين دې خلاصې تڼۍ ګرځي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.