The news is by your side.

د تخار د بنګي ولسوالۍ ولسوال شهید کړل شو

خبریال وېبپاڼه/ نامعلومو وسله والو د تخار ولایت د بنګي ولسوالۍ ولسوال فیض الرحمن حیدري له خپل یوه ساتونکي سره یو ځای په شهادت رسولی دی.

د تخار ولایت ځايي چارواکي وایي، نوموړي غوښتل چې نن سهار له بنګي ولسوالۍ مرکز تالقانو ته لاړ شي، خو د لارې په اوږدو کې ناپېژانده وسله والو ورباندې برید کړی دی او هغه یې له خپل یوه ساتونکي سره یو ځای په شهادت رسولی دی.

په دې پېښه کې د ولسوال دوه نور ساتونکي ټپیان شوي هم دي.

تر اوسه د پېښې مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

د پلازمینې کابل سربېره د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې هدفي وژنې تر بل هر وخت زیاتې شوې دي او خلک یې سخت اندېښمن کړي دي.

که څه هم وسله وال طالبان د ډېری هدفي وژنو مسوولیت نه مني، خو حکومت هم د دې ډول پېښو د مخنیوي او د عاملینو په ګوته کولو کې پاتې راغلی دی.

که درېمه مخ پټې ډله دا کار کوي، بیا نو حکومت او طالب باید دا ډله ونیسي، ځکه کله چې مسوولیت د دوی لخوا نه اخیستل کېږي، یا یې عاملین نه نیول کېږي، حد اقل درېمه ډله خو باید په ګوته کړل شي.

که درېیمه ډله نه په ګوته کېږي، بیا تر سولې وروسته ثبات او د سر خوندیتوب هم ناممکن دی، بیا دا ډول سوله هیڅ معنا نه لري، چې د هدفي وژنو له لارې د افغانانو د وینو ویالې پکې بهېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance