The news is by your side.

فرانسې د افراطي اسلامپالو ضد طرحه تائید کړه

خبریال ویبپاڼه/ له تیري څه مودې راهیسې په فرانسه کې د مسلمانانو پر ضد بیلابیلې کړنې ترسره کیږي چې اوس تازه د مکرون هغه طرحه کې چې د اسلامي افراطي مسلمانو پر ضد وه تصویب سوې.

دا ګام وروسته له هغه پورته کیږي چې یوه مسلمان زده کوونکي د هغه ښوونکې سر له تنې څخه پرېکړ چې د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد ص شان پکښي سپکاوی سوی، وو.

دې مسئلې په فرانسه کې ګڼ غبرګونونه وپارول چې اوس ددغه هېواد کابینې له افراطي اسلامپالو سره د مبارزې طرحه هم تصویب کړې ده.

په دې هکله پر فرانسه هېواد هم نیوکې سوې او یل سوي چې په دې سره دوی د سیکولار اصولو د ساتلو لپاره د یو لړ قوانینو مخالف مذهبي تبغضونه را ولاړوي چې دا د نورو ستونزو د رامنځ ته کیدلو سبب کیږي.

له هغه وروسته چې یوه زده کوونکي د خپل ښوونکي سر د اسلام پیغمبر ته د سپکاوي له امله پرې کړ پر مسلمانانو یو شمېر محدودیتونه هم رامنځ ته سوي چې له یو لړ نیوکو سره مخ سوي.

کله چې هم په یوه هېواد کې دا ډول کړنه ترسره سي نو له هغه وروسته په هغه هېواد کې  مسلمانان له یو لړ تبعیض او مخالفتونو سره مخ کیږي چې.

تراوسه پوري د دې طرحې جزیات نه دي شریک سوي چې د فرانسې دولت به کوم اقدامات پکښي په نظر کې نیولې وي خو ښايي چې څه محدویتونه پکښي ایښودل سوي وي.

د فرانسې له دې پیښي وروسته په نورو هېوادونو کې هم د نورو مذهبو یو شمېر ادیان په نښه او ووژل سول چې له امله يې مسلمانان متضرر سوي

امانویل مکرون د مسلمانانو پر ضد د دې طرحې پر مټ غواړي چې د افراطي مسلمانانو پر ضد دریږي او د راتلوونکو دې ډول کړنو مخه ونیول سي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.