The news is by your side.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي، د بې دفاع خلکو د وژلو لړۍ دې ودرول شي

خبریال وېبپاڼه/ د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشرې شهرزاد اکبر وايي، د ملکي او بې وسلې خلکو له وژلو لاس واخلي او نور دې دا جنګي جنایتونه نه ترسره کوي.

هغې په خپل تازه ټویټ کې په جلال اباد ښار کې پر یوې ځايي خبریالې ملالې میوند وروستی برید په کلکو ټکو غندلی دی. نوموړې ویلي، په افغانستان کې روانې خونړۍ جګړې د زرګونه افغانانو ژوند اخیستی دی او د ملالې میوند په څېر یې لسګونه ډېوې خاموشې کړې دي.

د اکبر په خبره، د خبریالانو، بشري برخې د فعالینو او ملکي وګړو وژل جنګي او نه بښل کېدونکی جنایت دی.

نوموړې پر ښکېلو لورو غږ کړی چې دې ډول جنایتونو دې لاس واخلي.

 ملاله میوند نن سهار له خپل موټروان سره هغه مهال ناپېژانده وسله والو له خپل موټرچلونکي سره یو ځای په شهادت ورسوله، چې له کوره د خپل دفتر په لور روانه وه.

د برید مسوولیت تر اوسه چا نه د ی منلی.

په هېواد کې له ډېره وخته د بې وسلې او بې دفاع خلکو د وژلو لړۍ راپیل شوې ده، چې کله وخت یې طالبانو مسوولیت اخلي او که بیا د مخ پټو وسله والو نوم ورکول کېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.