The news is by your side.

طالبان د سولې په وړاندې لوی خنډ څه ګڼي؟

طالبان د سولې په وړاندې لوی خنډ څه ګڼي؟

خبريال وېبپاڼه/ په دوحه کې د حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ خبرې روانې دي، په خبرو کې د رامنځته شوي ځنډ وروسته اوس په دې پړاو کې د اجنډا په ټاکلو بحثونه روان دي.

حکومت طالبان او طالبان بيا حکومت په خبرو کې په ځنډ تورنوي، د طالبانو له لوري په حکومت نیوکه داده چې د سولې عمومي ذهنيت له منځه وړي او د سولې په ضد شديد د زهرو ډک تبليغات کوي.

د طالبانو ویاند تېره ورځ وویل چې حکومتي چارواکي غواړي خپلو غلو او فساد ته دوام ورکري له همدې کبله د سولې مخالفت کوي ترڅو په چوکۍ باندې واک ولري او موجود فساد له منځه ولاړ نشي.

د طالبانو مرستيال مشر بيا پرون په یوه ویډيويي غونډه کې وويل چې د سولې لپاره پکار ده ددوی نوم له تور لیست څخه لرې شي، ده وويل د طالبانو مشرتابه د خپلو د نړیوالو څخه غواړي ترڅو ددوی نومونه د تور لیست څخه لرې کړي، برادر وويل چې دا د سولې په وړاندې يو لوی خنډ دی چې باید لرې شي.

د نورو بنديانو خوشي کول
طالبان همدا راز اوس د خپلو نورو ۷ زره بنديانو خوشي کولو غوښتنه کوي، که څه هم طالبانو پرون ويل چې ددې بندیانو په آزادۍ دوی له امريکايي اړخ سره توافق ته رسېدلي او دا بنديان به په افغان حکومت هغوي خوشي کوي، خو ددې سره سره يې دا منلې چې د بنديانو خوشي کول به د بين الافغاني خبرو مسله وي.

خو حکومت وايي د طالبانو نور بنديان خوشي کول به کومه فایده ونکړي، د حکومت استدلال دادی چې دوی د طالبانو ۵۶۰۰ بنديان خوشي کړل طالبانو ته اوربند وکړ او نه یې هم جګړه کمه کړه، له همدې کبله ددوی د بندیانو خوشي کول کومه ګټه نلري.

حکومتي چارواکي بيا وايي چې طالبانو جګړې ته زور ورکړی دی، ددې په ځای چې د سولې د خبرو په درشل کې جګړه کمه شي طالبانو نوره هم جګړه سخته کړې ده او دا هغه څه دي چې د سولې په روانو خبرو د خلکو باور له منځه وړي.

د سولې د خبرو په جریان کې باید د متقابل باور د ترلاسه کولو لپاره د جګړې شدت راکم شي، چارواکي وايي چې دوی د طالبانو بنديان هم خوشي کول ا وهمدا يې د ښه نیت ښکارندويي کوي، خو طالبانو هم بايد‌ د متقابل باور او ښه نیت لپاره جګړه راټیټه کړې او بنده کړې وی خو طالبانو ددې سرچپه جګړې ته زور ورکړ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance