شهیده ملاله د افغان پېغلو لپاره ډاډ او انرژي وه
خبریال وېب پاڼه/ نن موږ دویمه زړوره ملالۍ له لاسه ورکړه، که سوونه کاله مخکې مو یوه ملالۍ د میوند ډګر کې بیرغ په لاس شهیده شوه، خو نن یوه بله زړوره ملاله د ژورنالېزم ډګر کې میک په لاس شهیده شوه.
خبریاله ملالۍ نه یوازې د خپلې کورنۍ لپاره یو د ډاډ غر او تکیه ګاه وه بلکې د هغې زړورتیا د افغان پېغلو لپاره یو ډاډ وو چې ننګرهار کې پرې ډېرې جونې او خبریالانې را ټولې وې.
ملالۍ په هېواد کې د کرېکټ لومړنۍ ښځینه کمېنټرېټره هم وه، هغې نورو جونو ته دومره روحیه او مثبته انرژي ورکړه چې بیا ډېرې جونې ننګرهار کې پر هبریالۍ راغلې او ډېرې افغانستان کې د کرېکټ ویاندویۍ او لوبغاړو په توګه راغلې.
د ننګرهار په څېر په یو ټولنه کې چې دلته ان د نارینوو کار هم له ګټو ستونزو او ننګونو سره مخ ده، خو ملالۍ د یوې پېغلې په توګه دومره سختو کارونو ته اوږه ورکړې وه، چې له ورایه په کې د مبارزې هوډ ځلېده.
د هغې زړورتیا او جرأت وو چې له نارینه همکارانو هم ډېره مخکې وه، هغه نه وېرېدونکې او نه ماتې منوونکې انجلۍ وه.
د هغې فعالیتونه او خدمتونه تر ننګرهار محدود نه وو، هغه د خپلو هېواد والو لپاره هر ځای ورتلله، ځکه خو نن ټول افغانستان ورپسې ژاړي.
د ملالۍ شهادت د افغانستان او په ځانګړې توګه د ننګرهار خبریالانې په ملا ماتې کړې، ځکه موږ یو د ډاډ غر، یو تکیه ګاه، روحیه او یوه مثبته انرژي د تلل لپاره وبایلله.
حکومت خو هسې هم د امنیت په نیولو کې پاتې راغلی، خو د شهیدې خبریالې ملالې لع شهادت وروسته دې حکومت حد اقل دومره وکړي، چې د هغې او موټر چلوونکي قاتلین دې ونیسي او پر داسې سخته سزا دې ورسوي چې بیا څوک یو خبریال ته کاږه هم ونه لیدلی شي، د ډز کول خو پرې لېرې خبره ده.
حکومت دې د ملالۍ او د نورو شهیدو خبریالانو له کورنیو سره د معلوملینو او شهیدانو د کورنیو په څېر د دوامدارې مرستې لپاره یو مېکانېزم جوړ کړي.
تر اوسه چې افغانستان کې څومره خبریالان په جګړه او بریدونو کې شهیدان شوي، ټول یې د کورنیو یوازني سرپرستان وو، چې د سرپرستانو په شهید کېدلو سره اوس د ژوند هېڅ اسره نه لري او حکومت یې باید او باید او باید لاسنیوی وکړي.
آمنه عزیزي
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.