The news is by your side.

په هيواد کې د کرونا ويروس وروستي حال.

خبريال وېب پاڼه: د عامې روغتیا وزارت، نن پنجشنبه د ليندۍ ٢٠ نيټه چې د روان زیږدیز کال د ډسمبر له ١٠ نيټې سره سمون خوري په هيواد کې د کرونا ويروس ١٤٠١ مشکوکې پيښي آزمايل شوي چې له جملې يې ٢١٣ مثبتي ثبت شوي.

د عامې روغتیا وزارت په وينا، په تيرو ٢٤ ساعتونو کې ١٨ تنو د کرونا ويروس له امله خپل ژوند دلاسه ورکړى او ٧١ نور ترې رغيدلې.

د تازه پيښو سره په هيواد کې د کويډ-١٩ ناروغانو شمير ٤٨ زره او ٧٥٣ ته رسيږي.

په تيره يوه شپه او ورځ کې د تازه پيښو له جملې ٣٤ په کابل، ٣٠ په هرات، ٥ په کندهار، ١٤ په بلخ، ٤ په ننګرهار، ١٠ په پکتيا، ٧ په باميان، ٢٢ په بغلان، ١٦ په پروان، ١ په نيمروز، ١٢ په دايکندي، ١٢ په لوګر، ٨ په هلمند، ٧ په لغمان، ١ په غور، ٨ په کنړ، ٢١ په کاپيسا، او ٢ په زابل ولايتونو کې ثبت شوي.

په هيواد کې د کرونا ويروس څخه د مړو شويو کسانو شمير ١٩٣٩ تنه او هغه چې بيرته ترى رغيدلې شمير يې ٣٨ زره او ٢٢١ تنو ته رسيږي.

بيا په ټوله نړۍ کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمير تر ٦٨ ميليونو او ٩٥٦ تنو ته رسيږى چې له جملي يې يو ميليون او ٥٧٠ زرو خپل ژوند دلاسه ورکړي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.