The news is by your side.

د حکومت سره د‌ تړون وروسته ای‌ اېس ای يوه پاکستان ضد ډله نيولې

د افغان حکومت سره د‌ تړون وروسته ای‌ اېس ای يوه پاکستان ضد ډله نيولې

خبريال وېبپاڼه/ وروسته له هغه چې افغان حکومت او پاکستان د ګډ ليد لوري توافقنامه لاسليک کړه او يو ځل بيا د استخباراتي معلوماتو د شريک کولو مسله راپورته شوه د پاکستان پوځ وايي اوس په دې توانېدلی دی چې په لاهور کې يوه د پاکستان ضد ډله چې په دې هېواد کې یې د تخريب نيت درلود ونيسي.

د پاکستان حکومتي چارواکو ويلي دغه ډله د افغانستان سره تړاو لري او په پاکستان کې يې د چادونو پلان درلود، د پاکستان د پوځ په وينا چې دې کسانو افغانستان ته د تلیفون له لارې زنګونه کړي و او په افغانستان کې يې د هند له استخباراتو سره اړيکې درلودې.

ددې ادعا ګانو په هکله تراوسه غوڅ څه نشته دي، که څه د پاکستان حکومت دا نيول په يوه د پوښتنې وړ وخت کې پيل کړي دي خو تر دې وړاندې افغان حکومت په هېواد کې دداسې ډلې شتون رد کړي و چې د افغانستان خاوره د بل چا په ضد وکاروي.

د افغان حکومت سره تړون او نيونې
په پاکستان کې دا ډول نيونې وروسته له هغه زور نيسي چې څه موده وړاندې ددې هېواد صدراعظم عمران خان افغانستان ته سفر کړی و او د ولسمشر غني سره يې يوه توافقنامه هم لاسليک کړه چې پکې ګډې همکارۍ د نظامي همکاريو په شمول موجودې وې.

وروسته له دې چې د افغانستان او پاکستان د حکومتونو ترمنځ دا توافقنامه لاسليک شوه دا وهم ځل دی چې پاکستانی پوځ په دی هېواد کې ځینې کړۍ نيسي.

تر دې وړاندې پاکستان په دې هېواد کې مېشت طالب قومندان قاري صلاح الدين نيولی و.

پاکستان ددې مسلې تور هم په هند پورې کړی او هم يو ډول په افغانستان، د پاکستان د بهرنیو چارو وزير ويلي دي چې د افغانستان په سرحدی سيمو کې پرتې د هند قونسلګرۍ په پاکستان کې‌د ترهګرو ملاتړ کوي او هڅه کوي چې په پاکستان کې ناکرارۍ پيل کړي.

د بل اړخه پاکستان په افغانستان هم يو ډول تور لګوي او وايي چې په افغانستان کې هند ته دا اجازه ورکوي ترڅو د پاکستان په خلاف ځينې ډلې جوړې کړي.

خو دا تورونه افغان او هندي حکومت تل رد کړي دي او ويلي يې دي چې سيمه او دا دوه هېوادونه د پاکستان د ترهګريزې پاليسۍ له‌ کبله زيانمن شوي دي.

افغانان تراوسه پورې د پاکستان سره د هر ډول همکارۍ په ځانګړي ډول د پوځي او استخباراتي همکارۍ مخالف دي مګر ددې هرڅه سره سره ولسمشر غني بيا هم د پاکستان د حکومت سره د‌ ګډ ليد لوري توافقنامه لاسليک کړه چې افغانانو ورباندې سختې نیوکې وکړې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.