The news is by your side.

افغانستان په نړۍ کې د خبریالانو لپاره خطرناک هېواد

خبریال ویبپاڼه/ په دې وروستیو کې پر افغان خبریالانو بمي چاودنې او وسلوال بریدونه ترسره سوي چې په ترڅ کې يې یو شمېر خبریالان شهیدان سوي له همدې امله د خبریالانو ملي ټولنې افغاستان د نړۍ په کچه تر ټولو خطرناک هېواد بلل سوی

تیره ورځ جلال اباد ښار کې د انعکاس راډیو تلویزویون کارکوونکې او خبریاله ملاله میوندۍ په یوه وسلوال برید کې شهیده سوه چې له ځان سره يې کورنۍ او بهرنۍ غبرګونونه درلودل د نوموړې شهادت خلک خواشیني کړي او له دولته یې د قاتلینو د نیولو غوښتنه کړې.

د خبریالانو ملي ټولن چې مرکز يې په بریتانیا کې دی د ملالې میوندۍ شهادت په کلکو ټکو غندلی او ویلي يې دي چې د خبریالانو نړیوال فدراسیون افغانستان په نړۍ کې د خبریالانو په وړاندې تر ټولو خطرناک هېواد بللی، دې فدراسیون په خپل یوه تازه راپور کې څرګنده کړې چې افغانستان د خبریالانو لپاره د نړۍ دریم خطرناک هېواد څرګند سوی

په تیرو ۳۰ کلونو کې افغانستان کې ۹۳ خبریالان شهیدان سوی او لاهم اندېښنې موجودي دي چې دا لړۍ به دوام وکړي.

اندېښنې څه دي؟

موده وړاندې د افغانستان ولسمشر لومړۍ مرستیال امرالله صالح ویلي  وو، چې د مدني ټولنو غړو او د رسنیو کارکوونکې په نښه کیږي، چې یو شمېر اندېښنې يې را پارولې په هلمند کابل جلال اباد کې د خبریالانو وروستیو پيښو ته په کتلو سره دا اندېښنې نورې هم زیاتې سوې، خبریالان او یو شمېر ټولنې دولت د خبریالانو په امنیت او خوندیتوب کې پاتي راغلی بولی خو دولت ویلي چې د ملالې میوندۍ او الیاس داعي قاتلان یې نیولې.

افغان خبریالان په سختو شرایطو او خراب امنیت کې خپله دنده مخ ته وړي هغوی اوس د ځان د خوندیتوب لپاره پخپله لاس په کار سوي ځکه چې په وړاندې يې هر ډول ګواښونه د دوی ژوند او مسلک ګواښي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.