ناروې له افغانستانه سرتیري نه باسي
خبریال ویپاڼه/ په داسې حال کې چې له امریکا سره هوکړه سوې او بین لافغاني خبرې د پیل په بهیر کې دي او همدارنګه امریکايي پوځیان له افغانستانه ځي خو ناروې ویلي خپل سرتیري په افغانستان کې پریږدي
ناروې ویلي له دې سره سره چې امریکایان له افغانستانه وزي دوی به د ناټو د یوه متحد په توګه په افغانستان کې پاتي کیږي او خپل ماموریت ته به دوام ورکوي.
د ناروې هېواد رسنیو د یاد هېواد د دفاع وزارت د یوې اعلامیې پر مټ ویلي چې افغانستان کې خپل حضور ته دوام ورکوي، خو ویلي يې دي چې حالت او وخت ته په کتلو سره به ونډې او ګډون ته بدلون ورکوي
دفاع وزارت دغه راز ویلي چې له ناټو سره یې په دې اړه خبرې روانې دي چې د ټرمپ له اعلانه وروسته به په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د حضور په اړه څه پرېکړه وسي.
ناروې هېواد اوس مهال افغانستان کې سل سرتیري لري.
ناټو پاتي خو امریکایان وزي؟
تراوسه پوري داسې غوڅ اقدام نه دی سوی چې له مخې به يې ټول امریکايي ځواکونه له افغانستان وزي خو د ناټو ځواکونو په هکله تراوسه د وتلو کومه خبره نه ده سوې امریکا ویلي چې افغانستان کې به په دوه لویو او نورو کوچنیو اډو کې خپل ۲۵۰۰ سرتیري وساتي، او ناټو بیا له افغان ځواکونو سره تر ۲۰۲۴ کال پوري د ملاتړ او په افغانستان کې لاهم د ماموریت غځولو ویلي….
د ناروې ترڅنګ د ناټو په چوکاټ کې د نورو هېوادونو هم زرګونه سرتیري لاهم په افغانستان کې میشت دي چې د افغان ځواکونو د روزنې او امنیت ماموریتونه مخ ته وړي.
تراوسه پوري افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون اړین بلل سوی او د بې مسؤلیته وتلو په هکله زیاتې اندېښنې شریکې سوې دي چې باید امریکا او نورو متحدین يې په اوس وخت کې له افغانستان ونه وزي
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.