The news is by your side.

که طالبان اوربند نکوي پوځیان دې هم نه وزي

خبريال وېبپاڼه/ په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو یوه پخواني قومندان د امريکا پر نوي ولسمشر غږ کړی دی چې په طالبانو د اوربند شرط کېږی او د خپلو ځواکونو وتل د اوربند سره وتړي.

جیمز ستاوریدیس چې په افغانستان کې يې څو کلونه عسکري کړې ده وايي چې د امريکا نوی ولسمشر دې په طالبانو دا شرط کېږي چې لږ تر لږه بايد ۱۸۰ ورځې يو سرتاسري اوربند وکړي او بيا د افغانستان څخه امريکايي ځواکونه وباسي.

دا امریکايي قومندان په داسې حال کې د اوربند وړانديز کوي چې د امریکا اوسنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ژر وتلو په هڅه کې دی، اوس چې د طالبانو سره د ډونالډ ټرمپ د حکومت له لوري کومه توافقنامه لاسليک شوې د جګړې د شدت کم والي پکې ذکر شوی دی خو د اوربند په هکله پکې څه نه دي راغلي، د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د طالبانو سره پدې هکله ډېرې خبرې وکړې چې اوربند ومني خو طالبانو په پرلپسې ډول د اوربند وړانديز رد کړ.

مالي مرستې دې دوام وکړي
دغه امریکايی قومندان وايي وروسته له دې چې امريکايي ځواکونه د افغانستان څخه ووزي يا ډېر کم شي بيا هم بايد د افغانستان د حکومت سره مالي مرستې جريان پيدا کړي ترڅو دا حکومت په ځان باندې متکي شي.

د امريکا د بحري ځواکونو دغه پخوانی قومندان وايي چې د افغان حکومت د پايښت لپاره د امريکا مالي مرستې اړينې دي، قومندان جيمز پدې هکله د ویتنام د‌ جګړې مثال ورکوي او وايي چې جنوبي ويتنام هغه وخت ماته وخوړه کله چې امريکا يو په یو بوديجه بنده کړه، دده په خبره که د امريکا متحده ايالاتو په سويلي ویتنام بوديجه نه وی بنده کړی نو د جنوبي ويتنام شکست دومره اسان نه و.

پينځه يا لس زره پوځيان دې پاتې شي
قومندان جېمز وايي چې طالبانو ته بايد دا وښودل شي چې د‌ جګړې په دوام کې د امريکايي ځواکونو وتل امکان نلري، طالبان بايد پدې پوه شي چې که جګړه وي نو امريکايي ځواکونه هم شته.

دغه قومندان وايي که طالبان پدې پوه شي نو بيا مجبور دی اوربند وکړي، د اوربند کېدل او بيا يوه ګډ‌ جوړښت ته د رسېدو څخه وروسته د امريکايي ځواکونو وتل زيان نلري.

د قومندان جېمز په وينا چې دوی داسې يو افغانستان نشي جوړولی چې سويس ته ورته وي، خو هو داسې يو افغانستان بايد رامنځته شي چې هلته ډيموکراسي موجوده وي او طالبان یې هم يوه برخه او استازي وي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.