The news is by your side.

د متيازو زیات ساتل مو په کومو ناروغيو اخته کوي؟‌

د متيازو زیات ساتل مو په کومو ناروغيو اخته کوي؟

خبريال وېبپاڼه/ د متيازو ساتل او په وخت تنشاب ته نه تلل د ډېرو کسانو عادت دی، ډېری کسان په‌ دې هکله زياته بې پروايي کوي، په حقيقت کې د متيازو راتللو منطق دادی چې ترڅو ستاسې مثانه نه وي ډکه شوې نو هسې هم تاسې حس نه کوی چې متيازو مو تويېږي، خو کله چې تاسې دا حس وکړئ نو نور مو مثانه ډکه شوې ده او حتماً بايد خالي شي.

د متيازو ساتل ګڼ زيانونو لري خو ترټولو لوی زيان يې ګردو یا پښتورګو ته دی، کله چې د زيات وخت لپاره متيازې په مثانه کې پاتې شي او انسان متيازې ونه کړي نو ددې متيازو يوه برخه بيا د پښتورګو لوري ته مخه کوي او د انسان د روغتيا لپاره جدي ګواښونه رامنځته کوي.

يو روغ انسان باید په ورځ کې کم تر کمه دوه يا دوه نيم ليتره اوبه وڅښي ترڅو یې د بدن د اړتیا وړ اوبه پوره شي، د روغ انسان مثانه په اوسط ډول نيم ليتر متيازې ځايولی شي، په یوه ورځ کې کم تر کمه دوه ځله بايد يو کس حتماً متيازې وکړي، که نه نو د ګڼو روغتيايي ستونزو ښکار کېږي.

کله چې متيازې په مثانه کې د زيات وخت لپاره پاتې شي نو دا په هغه کانال چې د پښتورګو او مثانې ترمنځ پروت دی فشار واردول پيل کوي، ددې څخه وروسته په اسانۍ سره ډول ډول ميکروبي د پښتورګو سره تماس نيولی شي، بېلابېل ځينې داسې تعاملونه رامنځته کېدی شي چې د روغتيا لپاره زيان لري.

کله چې د مثانې د څلورو برخو څخه درۍ ډکه شي او بيا هم یو کس تنشاب ته ولاړ نشي نو کرار کرار د مثانې عضلات زیانمن کېږي او د په وخت عمل کولو قابليت يې زيان ويني.

د زياتو متيازو نيولو يو لوی زيان هم دادی چې په مثانه د مسلسل فشار په پايله کې د مثانې حجم لويېږي چې دا بيا پخپله د‌لويو روغتيايي ستونزو سبب کېږي، د مثال په ډول د مثانې لويوالی ددې سبب کېږي چې څه وخت وروسته مثانه خپله دنده او کار په سم ډول نشي ترسره کولی، کله چې د مثانې حجم زيات شي بيا ډېر وخت دا ستونزه راپيدا کېږي چې يو کس نشي کولی خپلې ټولې متيازې وکړي، کله چې متيازې کوي یوه برخه بيا پاتې کېږي او یو کس وروسته بيا داسې حس کوي چې متيازې يې پوره نه دي کړې.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.