بلخ کې د قتل په تور دوه سړي او يوه ښځه نيول شوي.
خبريال وېب پاڼه: د بلخ ولایت پوليس وايې دوي په بلخ ولايت کې دوه سړي او يوه ښځه د يو کس د وژلو په تور نيولي دي.
د بلخ ولايت امنيه قومندان وايې چې نيول شوو کسانو په مزارشريف ښار کې يو څلويښت کلن سړى د کورنیو جنجالونو له امله وژلى دى.
نيول شوو کسانو په خپل جرم اعتراف کړى او وايې دوي يوه مياشت مخکې د محمد نادر په نوم يو کس په مزارشريف ښار کې د چاقو په وسيله وژلى دى.
د بلخ ولايت امنيه قومندان معراج الدین سادات وايې؛ نيول شوي کسان اعتراف کوي چې د محمد نادر د وژلو لپاره يې شل زره افغانۍ ورکړي.
ښاغلى سادات وايې نيول شوي کسان هر يو حسين ٢٠، سهراب ١٦ کلن او شګوفه ٣٨ کاله عمر لري چې وژل شوي کس د شګوفي خاوند دى.
شګوفه وايې؛ خاوند يې سخت ظالم وه هر وخت به يې شګوفه وهله زه هم مجبوره شوم د خپل شپاړس کلن ځوى سهراب سره مې د غچ اخيستلو تصميم ونيو.
وروسته بيا سهراب د خپل ملګري حسين ته ٢٠ زره افغانۍ ورکوي ترڅو د پلار څخه يې د مور غچ واخلي او بلاخره حسين د چاقو په وسيله د سهراب پلار او د شګوفى خاوند وژنې.
حسين چې د مزار شریف ښار په سياه ګرد څلور لارې کې د سينګارتون دوکان لري وايې چې د ٢٠ زره افغانيو له جملې يې ٥ زره افغانۍ د سهراب څخه د هغى د پلار د وژلو په شپه ترلاسه کړي.
د بلخ ولايت اوسېدونکي وايې، هدفي وژنو، انسان تښتونې، غلا، او دى ته ورته جرمونو دوى سخت اندېښمن کړي دي او له امنيتي ادارو د امنيت غوښتونکي دى.
په هيواد کې د روانو حالاتو ترڅنګ هدفي وژنو،غلا، او انسان تښتونې زرو اخيستې چې هيوادوال ورته سخت اندېښمن دى او امنیتي ادارې د امنیت په تينګښت کې په ناغېړۍ تورنوي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.