The news is by your side.

د کرونا ويروس ضد نوي واکسين جوړيږى.

خبريال وېب پاڼه: د بريتانيا  آکسفورډ پوهنتون او د روسيې اسپوټنيک شرکت پوهان د اسټرازنکاي په نوم د کرونا ويروس ضد نوي واکسين په جوړولو کار کوى.

دوى دعوه لري چې د بريتانيا او روسيې په ګډه همکارۍ جوړيدونکي واکسين به په لوړه سطحه به په خلکو اغيز ولري.

دا نوى واکسين به لومړى په روسيه کې په هغو کسانو آزمايل کيږي چې عمرونه يې له ١٨ کلونو پورته وي خو دا څرګنده نه ده چې واکسین به په کوم ډول آزمايل کيږى.

آکسفورډ د اسټرازنکاي نومي واکسين د آزمايلو مثبت خبر ورکوى د آکسفورډ پوهنتون د پوهانو په وينا دا واکسين ګټور او هيڅ ډول خطر نه لري.

د آکسفورډ پوهنتون څيړونکي ډله تراوسه په دقيق ډول په لوړ عمره خلکو کې د واکسينو د آزمايلو په انتظار دي او په ورته وخت کې د لوړو بنسټونو څخه يې د آزمايلو غوښتنه کړى ده.

اسپوټنيک شرکت چې د آکسفورډ پوهنتون سره د واکسين په جوړولو کې په ګډه کار کوي وايې د ويروس لپاره يې مختلف واکسين آزمايلى چې د تنفسي سيسټم لپاره خطرناک ثابت شوي دا شرکت وايې هدف يې د ويروس لپاره په نوي ترکيب شوي واکسين دى ترڅو يوى مثبتى پايلې ته ورسيږي.

د اسپوټنيک شرکت اعلان کړى چې دا شرکت د صنعتي شرکتونو، دولتونو او د نړۍ څيړونکو ټولنو سره د ويروس ضد درملو جوړلو لپاره په ګډه کار کوي او ډير ژر به د مسکو د ګاماليا موسسې څيړونکو سره هم د ويروس ضد درملو په جوړولو ګډ کار پيل کړى.

داسى څرګندونې شتون لري که د ويروس ضد مختلف ډوله واکسين جوړ شي شايد بدي پايلې ولري.

ځينې نړيوالې ټولنې وايې، چې د آکسفورډ پوهنتون او اسپوټنيک شرکت ګډ کار ددوي په ګټه دى.

اوس خطر دلته پيښيږي هغه واکسين چې د ويروس ضد لپاره استعمال شوي بدن د واکسين په لومړي ځل آزمايلو کې کوم عکس العمل نه ښايي خو دوهم ځل آزمايلو سره يې بدن کې ځينې ستونزې منځ ته راځي.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.