The news is by your side.

د هوايي ډګر په شمول د کابل ښار پر یو شمېر سیمو راکټي بریدونه شوي

خبریال وېبپاڼه/  نن سهار شاوخوا اووه نیمې بجې د کابل ښار د خیرخانې سیمې له لوري د حامد کرزي نړۍوال هوايي ډګر په شمول د کابل ښار پر سیمو څلور راکټي بریدونه شوي دي.

کورنیو چارو وزارت پېښه تاییدوي او وايي چې دغه راکټونه له سراچه ډوله موټر د هوايي ډګر او خواجه رواش پر سیمو پر لور توغول شوي دي.

د یاد وزارت ویاند طارق ارین وايي، د هوايي ډګر لور ته توغول شوي راکټونه تلفات نه لري، خو د خواجه رواش پر سیمه کې یې یو تن شهید او یو تن ټپي کړی دی.

خو خبریال وېبپاڼې ته د  رسېدلو معلوماتو له مخې، یو توغندی د حامد کرزي هوايي ډګر دننه لګېدلی دی او د کام ایر هوايي شرکت یوه الوتکه هم زیانمنه کړې ده.

ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو او عکسونه خپره شوې، چې پکې ښکاري، ویشتل شوي توغندي د خلکو په کورونو کې لګېدلي دي.

که څه هم ارګ ویلي، چې د امنیتي تړون یا میثاق امنیتي برنامې د تطبیق چارو له پیل سره سم د کابل ښار عمومي امن او نظم کې بېساری پرمختګ رامنځته شوی او لسګونه ترهګر او جنایتکاران یې نیولي، خو د کابل ښار له منځه پر هوايي ډګر او نورو سیمو توغندي بریدونه د کشفي او استخباراتي ادارو پر ضعف دلالت کوي.

شاوخوا درې اوونۍ مخکې د ارګ او سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په شمول د کابل ښار پر سیمو ۱۴ راکټي بریدونه وشول چې یو شمېرکسانو ته  پکې مرګ ژوبله واوښته.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance