خبریال وېبپاڼه/ وروسته له هغه چې په کندهار کې پر امنیتي پوستو د وسله والو طالبانو لخوا ډله ییزو حملو زور واخیست، امریکايي ځواکونو د دوحې تړون له مخې د افغان ځواکونو دفاع ته ورودانګل او پر وسله والو طالبانو یې هوايي بریدونه وکړل.
امریکايي ځواکونه وايي، دغه بریدونه یې د کندهار په ژیړۍ ولسوالۍ کې یې له افغان ځواکونو څخه د دفاع په موخه ترسره کړي او یو شمېر طالب جنګیالیو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د کندهار امنیتي چارواکي هم بریدونه مني او وايي چې امریکايي ځواکونو په ژیړۍ ولسوالۍ کې هغه مهال پر وسله والو طالبانو هوايي بریدونه وکړل چې د دې ولسوالۍ په سنګ حصار سیمه کې یې پر امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه وکړل.
د کندهار امنیه قوماندان تورنجنرال تادین خان وايي، وسله والو طالبانو د ژیړۍ ولسوالۍ په سنګ حصار سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې په ځواب کې یې امریکايي ځواکونو پر هغوی هوايي بریدونه وکړل.
دی زیاتوي، دغه بریدونه د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو د هغه تړون له مخې شوي چې د اړتیا پر مهال به امریکايي ځواکونه له افغان ځواکونو دفاع کوي.
خو وسله وال طالبان وايي، امریکايي ځواکونو د دوحې تړون څخه د سرغړونو په دوام په ژیړۍ ولسوالي کې پر غیر جنګي سیمه بمبار کړی او تر ۱۰ پورې ملکي وګړي یې وژلي دي.
تر دې وړاندې په د هلمند په نادعلي او نیمروز ولایت کې هم امریکايي ځواکونو له افغان ځواکونو د دفاع په خاطر پر وسله والو طالبانو هوایي بریدونه کړي وو او د دوی یو شمېر جنګیالیو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه، چې د طالبانو له غبرګون سره مخ شو.
د کندهار امنیتی وضعیت
له تېرو ددو میاشتو راهیسې وسله والو طالبانو د کندهار پر ارغنداب، ژړۍ، میوند او پنجوايي ولسوالیو ډله ییز بریدونه کړي او د امنیتي ځواکونو یو شمېر پوستې او ګڼ شمېر کلي یې نیولي دي.
دغو بریدونو زرګونه کورنۍ له خپلو سیمو بې ځایه کړي، چې دمګړۍ د کندهار ښار په بېلا بېلو سیمو کې پرتې دي او د سرپناه د نشتون ترڅنګ له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
که څه هم حکومتی چارواکو ویلي وو چې ارغنداب ولسوالۍ یې د طالبانو له شتونه پاکه کړې او اوس په نورو ولسوالیو کې د دښمن د ځپلو عملیات روان دي، خو طالبان وايي چې ګڼ شمېر کلي یې اوس هم تر کنټرول لاندې دي او زیات شمېر سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.