ولې تر نیمايي زیات افغانان موقت حکومت غواړي؟
لیکوال: هادي مخلص
خبریال وېبپاڼه/ د سولې او جګړې انستیتوت د سولې روانو خبرو، احتمالي پایلو، ننګونو، فرصتونو او اندېښنو په اړه د افغانانو نظرونه اخیستي، چې پکې تر نیمايي زیاتو د روان وضعیت د ښه والي په موخه د موقت حکومت رامنځته کول د ژغورنې لار بللې ده.
په دغه نظر پوښتنه کې، چې په ۳۴ ولایتونو کې څه باندې ۸ زره او ۶۰۰ کسانو سره خبرې شوي، د هیواد ۵۲ سلنه خلکو ویلي که چیرې هیواد ته سوله راتلای شي، نو د لنډمهاله حکومت یا له وخت مخکې ټاکنو ترسره کېدو سره موافق دي او ولسمشر غني هم باید دې ته غاړه کیږدي.
په نظر پوښتنه کې ۶۳ سلنه خلکو ویلي چې دوی د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو کې د طالبانو په فرمایش پراخو بدلونونو سره مخالف دي. همدارنګه ۷۵ سلنه نورو له حکومت غوښتي چې د سولې خبرو کې اوربند ته لومړیتوب ورکړي. په همدې کچه نورو نظر ورکوونکو ویلي چې د سولې بین الافغاني خبرو پیلیدل، د تاوتریخوالي کمېدو کې هېڅ مرسته نه ده کړې. ۴۱ سلنه خلکو بیا ویلي چې د جمهوري نظام ساتل باید د سولې خبرو کې یو لومړیتوب وي.
ولې تر نیمايي زیات خلک موقت حکومت غواړي؟
دا چې د دې نظر پوښتنې له مخې ولې تر نیمايي زیات خلک لنډمهالی حکومت او له واکه د غني لیري کېدل غواړي، جواب ډېر ساده دی، ځکه چې نه ارګ مېشتي او نه قطر مېشتي د دې وطن او خلکو په درد وخوړل شول او وطن کې لا هم د جګړې اور بل دی.
غني په ارګ کې د واک د ساتلو او د خپلې دورې د اوږدولو لپاره دواړه پښې په یوه موزه کې ورکړي او طالب په قطر کې د خپل امارت د بیا ژوندي کولو خوبونه ویني، چې ګواکې د خپلو تازه ملګرو (امریکایانو) په مرسته به نوی حکومت رامنځته کوي او ټول واک به دوی ته سپارل کېږي.
ځکه نه طالب مشران او نه غني د جګړې له زوره خبر دي، د دوی اولادونه ټول په خارج کې دي، په لوړه کچه زده کړې کوي، عیش او نوش باندې اخته دي، د ښه ژوند بشپړ امکانات ورته برابر دي؛ خو دلته هره ورځ عام افغانان وژل کېږي، ښوونځي نړېږي، پلونه تخریبېږي، لویې لارې تړل کېږي، خدمات ټکني دي، جګړې تر بل هر وخت زور اخیستی، د مدني فعالانو او خبریالانو د په نښه کولو سیستماتیکه لړۍ روانه ده او په ټوله کې ورځ تر بلې پر عامو افغانانو د ژوندانه کړۍ راتنګېږي.
دواړه لوري باید قرباني ورکړي
غني او شاوخوا کسان یې تر اوسه فکر کوي چې طالبان به هم د حکمتیار غوندې له امتیاز او سیاسي مشارکت پرته سولې ته حاضر شي او د غني د دورې له پوره کېدو وروسته دې بیا ټاکنو ته ودرېږي چې که ولس رایه ورکړه، واک ته به ورسېږي، که نه د اوس لپاره دې همداسې راشي، غني او شاوخوا کسان یې دې دا خوب اوبو ته ووايي؛ ځکه طالب له سیاسي مشارکت پرته سوله نه مني، حتمن به د بندیانو د خوشي کولو سربېره یوه معامله ورسره کېږي.
همدا راز که طالب فکر کوي چې د خپلو نویو ملګرو (امریکایانو) په مرسته به بیا خپل حکومت (امارت) را ژوندی کړي، دوی دې هم دا فکر له ذهنه وباسي، ځکه نه افغانان او نه نړۍ بیا امارت غواړي، یوویشتمه پېړۍ ده، امارت د دې تابیا نه لري، چې د افغانستان او افغانانو ګټې او ملي ارزښتونه دې پکې خوندي شي، بلکې جمهوریت یې د ساتنې یوازېنی لار ده.
څه باید وشي؟
لکه څرنګه چې د تازه نظر پوښتنې له مخې ډېرو افغانانو لنډ مهالی حکومت غوښتی، همدا کار د هېواد د اوسني وضعیت د سمون لازمه لار برېښي، ځکه غني او طالب د وطن په درد ونه خوړل شول، نه د سولې برخلیک معلوم شو او نه د جګړې لمن ټوله شوه، اوس پکار ده، چې په یوه درېیمه لار فکر وشي، داسې لار چې د جګړې د ختم له لارې خپل واک وغځوي او د سولې د تامین له لارې د افغانانو د تېرو ۴۰ کلونو هیله ور پوره کړي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.