The news is by your side.

روان کال کې د ملکیانو مرګ ژوبله ۷۷۰۰ ته رسیدلې

خبریال ویبپاڼه/ جګړو هوايي بریدونو او د سړک غاړې ماینونو سږکال بیاهم د ملکیانو ژوند اخیستی او ډيری يې ژوبل کړي دي چې د سږ کال مرګ ژوبلې شمېرې هم خپرې سوې.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسون وايي چې په روان کال کې يې د ملکي مرګز ژوبلې ګراف ټول کړی چې ۷۷۰۰ کسانو ته يې شمېر رسیدلی او دا هغه شمېره ده چې ملکي افغانانو ته رسیدلې.

دا کمیسون وايي چې  په تیرو ۱۱کلونو کې ۹۵ زره ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون همداراز وايي، چې بهرنیو ځواکونو په افغانستان کې بې شمېره جنایتونه کړي او افغان امنیتي ځواکونه هم باید په جګړه ییزو سیمو کې د ملکي افغانانو ژوند ته پام وکړي.

ایا د ملکي مرګ ژوبلې دا کره شمېرې دي؟

اوس مهال د افغانستان په ګوټ ګوټ کې جګړه ده او هروخت جګړه او بمي  چاودنې په ګڼ میشتو سیمو کې رامنځ ته کیږي نو له همدې امله ویلای سو چې د بشر حقونو تر وړاندې سویو شمېرو ملکي مرګ ژوبله ښايي ډيره وي ځکه ډيري داسې پیښي چې ملکيانو پکښي مرګ ژوبله اوښتې وي پټې پاتیږي

د دې مرګ ژوبلې مسؤلین څوک دي؟

په افغانستان کې د جګړې قوانینو په نظر کې نه نیولو سره هر کال زیات ملکي تلفات رامنځ ته کیږي وسلوال طالبان، افغان او  بهرني ځواکونه د دې مرګ ژوبلې مسؤلین دي، په راپورونو کې راځي له ۲۰۱۷ څخه را په دې خوا په هوايي بریدونو کې تر ټولو زیاته مرګ ژوبله ملکي افغانانو ته اوښتې چې د تیر کال تلفات يې په افغانستان کې د امریکا د جګړې له پیله تراوسه ساری نلري.

عام افغانان څه وايي؟ تراوسه پوري د افغان سولې لپاره دوه اړخیزې هڅې دوام لري خو په افغانستان کې يې د جګړې اور نه دی مړ کړی عام افغانان وايي تر هرڅه وړاندې یو ځل باید اوربند وسي او له هغه وروسته بیا دي د سولې خبرې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.