The news is by your side.

تازه؛ په دوحه کې د سولې مذاکراتي ټیمونه رخصت شول

خبریال وېبپاڼه/ د قطر په پلازمینه دوحه کې د افغان سولې مذاکراتي پلاوي د شلو ورځو لپاره په رخصت تللي دي.

دغه خبره هم د افغان دولت د مرکچي ټیم یوه غړي او هم د ملي مصالحې د عالي شورا یوه غړي د نوم د نه ښودلو په شرط تایید کړې ده.

خو لا تر اوسه رسماً نه افغان دولت او نه هم طالبانو په خبرو کې د شل ورځنۍ دمې راتلو په اړه څه نه دي ویلی.

د افغانستان د دولت او طالبانو د خبرو له پيل نن پوره درې میاشتې ووتلې.

دوی د سپټمبر په دولسمه د قطر په پلازمېنه دوحه کې خبرې پيل کړې او په دریو میاشتو کې یې له ډېر تاویل ما ویل وروسته ایله د خبرو په اجنډا سلا وکړه.

په دوحه کې د افغان سولې مذاکراتي ټیمونه په داسې حال کې په شل ورځنۍ دمه اخلي چې په هېواد کې تر بل هر وخت د جګړې ډګر تود شوی او هره ورځ لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

عام افغانان دې وضعیت سخت اندېښمن کړي او له ښکېلو اړخونو د ژر تر ژره د دایمي اوربند غوښتنه کوي.

نړۍوالو هم وار ـ وار پر ښکېلو اړخونو غږ کړی چې نور دې دایمي سولې ته د رسېدو لپاره اوربند وکړي.

د مذاکراتو ځنډ تر ښکاره علتونو هاخوا بېلابېلې پوښتنې پیدا کوي او په دې پروسه د شک ګومان کېږي.

دا چې د پردې تر شا به څه کیسه روانه وي او د چا د غوښتنو پر اساس دغه پروسه ځنډول کېږي، وخت به ځواب ووايي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.