The news is by your side.

بشري حقونو کمیسون: بهرنیو ځواکونو جنایتونه ترسره کړي

خبریال ویبپاڼه/ د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسون په خپل یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې ملکي مرګ ژوبله زیاته سوې چې لامل يې روانه جګړه ده

دې کمیسون په خپل راپور کې ویلي چې د نورو جنایتونو سره سره بهرنیو ځواکونو په افغانستان کې بې شمېره جنایتونه ترسره کړي دي، هغوي ویلي افغان ځواکونه هم باید په جګړه ییزو سیمو کې د ملکي افغانانو ژوند ته پاملرنه وکړي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسون دا راپور په داسې حال کې خپریږي چې تازه په افغانستان کې د اسټرالیايي ځواکونو د جنایتونو ۳۹ قضيې را سربیره سوې او داسې ګمان کیږي چې د دې هېواد د سرتیرو ترڅنګ به د نورو هېوادونو  سرتیرو هم ورته جنایتونه ترسره کړي وي چې تراوسه پټ پاتي سوي.

د اسټرالیا دولت له دې امله چې سرتیرو يې په افغانستان کې دا جنایتونه ترسره کړي ول لومړي وزیر یې د افغانستان له ولسه بخښنه وغوښته

دوه ورځې وړاندې د یوه راپور پرمټ ویلي سوي چې له ۲۰۱۷ را په دې خوا چې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې له طالبانو سره نرم والی ښودل سوی په هوايي بریدونو کې د ملکي افغانانو مرګ ژوبله ډیره سوې دا شمېره تیر کال ۷۰۰ کسانو ته رسیدله، چې پر افغانستان د امریکا تر یرغل را وروسته تر ټولو لویه شمېره ده.

تر اوسه پوري په غوڅه پریکړه افغانستان کې د جګړې ښکېلو لورو د ملکي مرګ ژوبلې د مخینوي لپاره هڅه نه ده کړې خو بشري نهادونه اندېښنه لري چې روان حالت به د ملکي افغانانو ژوند سخت او له ګواښ سره مخ کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د افغان سولې لپاره هڅې روانې دي خو تراوسه دا خبرې د جګړې پر کابو کولو او درولو نه دې بریالۍ سوې خو عام افغانان ورته زیاتي هیلې لري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.