The news is by your side.

حکومت د کابل د امنیت په ټینګښت کې خپله ناکامي ومنله

خبریال وېبپاڼه/ وروسته له هغه چې نن سهار د کابل ښار په بېلابېلو سیمو لس راکټونه ولګېدل، د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح هم د کابل د امنیت په تړاو د سهار د شپو نمیو بجو په غونډه کې د دې برید په غبرګون کې ویلي، چې په دې برخه کې امنیتي ناکامي مني.

هغه ویلي، چې داعشي طالبانو په یو لیکلي پیغام کې دوی ته دا خبرداری ورکړی که چېرې يې بنديان اعدام شول کابل به د شیعه ګانو په مسلخ بدل او له برمته شویو کسانو به هم سرونه پرې کړي.

خو د نوموړي په خبره، چې دا ګواښونه به د دوی له خوا ملت ته د وژونکو د څېرو د پېژندنې مخه ونه نیسي.

طالبانو داعش ډله بېرته په ښاغلي صالح پورې تړلې ده او ویلي یې چې دا کار داعش یا د اسلامي دولت ډلې پورې تړاو لري.

د دغه ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد په یو ټوېټ کې لیکلي، د امرالله صالح د داعشیانو له خوا کابل ښار ته د ګڼو توغندیو رسول او بیا بې هدفه ویشتل څرګندوي، چې د ده په خبره د کابل ادارې امنیتي ارګانونه د داعش په نوم پدېدې تر شاه په قوت سره ولاړ دي.

د ولسمشر غني د حکومت د دوهمې دورې له پيل راهيسې دا څلور وار دی چې په کابل توغنديز بريدونه کېږي.

د افغانستان د جمهور رییس محمد اشرف غني د لوړې په مراسمو، د زمري د ٢٨ مې نېټې په مراسمو، درې اونۍ وړاندې او نن.

د تېرو بريدونو مسئولیت هم چا نه وه منلی خو حکومت طالبان مسوول ګڼلي وه.

په کابل کې داسې مهال توغندي بریدونه ترسره کېږي، چې د حکومت لخوا د امنیتي تړون یا میثاق امنیتي طرحې څو میاشتې تېږي، چې د حکومت په خبره، د دې طرحې په تطبیق د کابل ښار عمومي امن او نظم تر پخوا ډېر سم شوی دی.

خو د ننیو بریدونو په اړه د امرالله صالح دا غبرګون چې د امنیت په ټینګښت کې ناکامي مني، پخپله د امنیتي وضعیت د ټینګولو په برخه کې د پاتې راتلو په معنا دی او د دوی لخوا د امنیتي تړون طرحه د دې جوګه نه ده چې امنیتي وضعیت ورسره شم شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.