ولې ځان تر نورو لوړ ګڼل موږ ته ښه حس راکوي؟
خبريال وېبپاڼه/ په ټولنه کې ځان تر نورو په بېلابېلو برخو کې غوره ګنل هغه څه دي چې د ډېرو خلکو ذهني نړۍ خړبوي، هر انسان ځان تر بل خاص ګڼې، که هرڅومره په خوله ووايي چې ټول يو انسانان يو خو بيا هېڅکله راضي نه وي چې دی او بل دې په حقیقت کې هم يو شان وي بلکې ځان یو خاص انسان ګڼي.
ځينې کسان د پوهې په سبب ځينې د نصب په سبب ځينې د خپل مال او حال په سبب ځان تر نورو لوړ ګڼي، دا ډول کس ځانته يو خپل هويت لري چې ځینې وخت ورته شخصیت وايي، دا ډول کس خپل دغه شخصيت په بېلابېلو لارو تغذیه کوي او پخپل هر کار هره خبره کې یې هڅه دا وي چې څنګه ځان لږ څه نور لوړ حس کړي، که کوم کار کوي هم پکې دا فکر ورسره وي چې پکې ښه ښکاره شي او که کوم کار نه کوي هم دا پکې سنجوي چې دی پکې ښه سړی ښکاره شي.
ځان لوړ ګڼل او ښه حس کول
په اصل کې د بشریت مطلق اکثریت په دې کار اخته دی، که يو څوک ښه هم کوي د يو چا سره مرسته هم کوي نو پدې د يوې خوا خپله مادي ګټه، که نن نه وي د سبا ګټه او ددې ترڅنګ دا حس پکې لټوي چې ګواکي تر ځان څخه د ټیټ کس سره يې مرسته وکړه، دا ډول کسانو ته د ځان څخه ښکته کس ليدل هم یو ډول خوند ورکوي.
خو حقيقت څه دی؟
ايا په ريښتيا دا امکان لري چې موږ يو تر بل لوړ و اوسو او یا هم دا بل څخه تر ښه والي حس بنسټيز حقیقت لري؟
د واقعيت او خيال ژوند توپير لري، موږ د هر کار څخه يوه مانا اخلو او دې مانا ته پخپله ذهني نړۍ کې ځای ورکوو، کېدی شي يو څوک په موږ پورې وخاندي خو موږ به فکر کوو چې موږ ته یې وخندل او موژ یې خوښه شولو، دا ذهني نړۍ او د واقعيت نړۍ به د یوه مثال په واسطه ساده کړو.
فرض کړئ يو کس دی په فېسبوک کې يو ښه پروفايل لري، ښکلي انځورونه یې پورته کړي په ښکلو ځایونو کې یې انځورونه اخيستي د لويو او مشهورو خلکو سره يې انځورونه اخيستي دي او نور… اوس همدا کس د واقعيت په نړۍ ډېر بې وسه دی، په ريښتيا کې دومره وس هم نلري چې د خپل ځان مصرف وباسي، په يوه ښه تعليم او کار هم نه دی بوخت خو په فېسبوک کې ډېر عصري او فعال سړی دی.
ددې سړي د فېسبوک ژوند یو ذهني ژوند ته ورته دی، چې د حقيقت له نړۍ سره اړخ نه لګوي، همداسې د ځان لوړ حس کولو څخه اخيستونکی خوند کوم بنسټ نلري، يو کس چې نن تاسې يا ماته ډېر درناوی لري کېدی شي سبا موږ ته ډېرې سپکې سپورې ووايی.
د خپل شخصيت او هويت جوړونه د نورو په خبرو هېڅ بنسټ نلري، مطلب که موږ په دې خبرو خپل هويت او شخصيت جوړوو چې پلانکي راته داسې ښه سخي کس وويل او هغه بل راته داسې پوه شخص وویل، نو دا هېڅ بنسټ نلري، ځکه یوه به موږ ته ښه کس ويلي وي خو که سبا يو دروغ خبر راپسې څپور شو ټول به سپکې سپورې وايی.
د نورو د خبرو، د نورو په ذهن کې د خپل ځای او مقام د جوړولو سره موږ د واقعیت په نړۍ کې هېڅ نشو ترلاسه کولی صرف یو دروغجن د لويوالي حس چې ډېر موقتي دی.
د نورو څخه خپلواک، د حق په بنسټ جوړ شوی يو شخصيت به موږ په واقعیت کې هم په هرځای کې درانه ولري، هغه شخصیت چې په حق ولاړ وي، ښه ته ښه وايي بد ته بد، د هېچا د سترګو لپاره د حق څخه مخ نه اړوي ددنيا او آخرت د ګټې ضامن دی.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.