د هاليووډ سينما مشهور لوبغاړي يو ځل بيا د فلم نړۍ کې څرګند شو.

خبريال وېب پاڼه :هريسون فورډ، د هاليووډ  سينما مشهور ٧٨ کلن لوبغاړى يو ځل بيا د اينډيانا جونز ماجراجو فيلم په پنځم او آخري پړاو  کې راڅرګند شو.

دا فيلم به يو نيم کال وروسته او يا هم ٢٠٢٢ کې بازار ته راشي.
هريسون فورډ په ٢٠١٣ کې هغه مهال چې ٧١ کلن وو په  يوه مرکه کې يې ويلي وه د اينډيانا جونز ماجراجو فيلم پنځم پړاو ته په بشپړ ډول آماده دى

هغى په دى خبره ټينګار کولو چې اينډيانا جونز ماجراجو په هغو تحريکونو کې جوړ شي چې له لومړيو يې کوم نقش لرلو همدارنګه د فيلم تمويلوونکي د هريسون فورډ په اړه وايې، موږ وليدل چې دا شخصیت د وخت په تيريدو سره لوى شوى او پرمختګ يې کړى او په يو نوي فيلم کې په يوې نوې کارکردګۍ سره راشي.

هريسون فورډ ويلي وه، زما په اند اينډيانا جونز ماجراجو  کې هغه نقطه چې ډيره د پام وړ ده هغه هر وخت په هر شي اختيار لري، هغه هوښيارتيا ، زيرکتيا ، او جالب دى هغه ډاريدونکى دى خو په حقیقت کې هغه نجات ورکونکى دى هغه څه چې زه يې کولى شم.

د فيلم بل تمويلوونکى فرانک مارشال ويلى وه د اينډيانا جونز ماجراجو فيلم لپاره به د هريسون فورډ څخه به ښه اداکار پيدا نشي کړى چې فيلم کې مهم رول ولوبوي، فرانک مارشال ويلي وه موږ د فيلم په ډيزاين او غوره والي کار کوو او د اينډيانا جونز ماجراجو لپاره يو ستورى شتون لري او هغه هم هريسون فورډ دى.

هريسون فورډ په لومړي ځل په کال ١٩٨١ز کې د (ورک شوي پناه غوښتونکي صندوق) نومي فيلم کې کار کړى وه او له هغه وروسته يې د اينډيانا جونز ماجراجو په لومړي فصل کې د ښه کارکردګۍ له امله د فيلم تمويلوونکو پام ځانته اړولي دى.

هريسون فورډ په کال ١٩٨٤ز کې د اينډيانا جونز ماجراجو فيلم په لومړي پړاو کې کار وکړ او له هغه وروسته يې ١٩٨٩ ز کې د صليبي وروستنيو جګړو په اړه جوړ شوي فيلم کې هم ښه کارکردګي وکړه.

 

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More