طالب او القاعده د یوې مور زامن؛ امریکا دې یې د جلا کېدو تمه نه لري

خبریال وېبپاڼه/ د افغانستان د مسایلو امریکایي څېړونکي مایکل روبین وايي، د طالبانو او القاعده شبکې اړیکې ډېرې ژورې دي او امریکا دې تمه نه لري چې طالبان او القاعده به سره جلا شي.

هغه په تازه څرګندونو کې ویلي، طالبان له القاعده شبکې سره نه یوازې فکري، بلکې د خپلوۍ اړیکې هم لري، چې پرې کول یې ناممکن برېښي.

د ده په خبره، طالبان نه یوازې دا چې د القاعده شبکې له غړو سره فکري اړیکې لري، بلکې ترمنځ یې د خپلوۍ او راشې ورشې اړیکې هم شته دي.

هغه زیاتوي، طالبان هم له القاعده سره د اړیکو له منځه وړلو په برخه کې له نړیوالې ټولنې او امریکا سره رښتینې نه دي او همدا اوس د دوی ترمنځ همکاري دوام لري.

هغه پر امریکا غږ کړی چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره رښتیې اقدام وکړي او په تشو ژمنو دې نړیوالو ته ګواښونه نه جوړوي.

طالب او القاعده یوه ډله ده؟

 ٢٠٠١ کال نه را په دې خوا چې په افغانستان کې د طالبانو او القاعدې پو وړاندې جګړه روانه ده، تر ډېره دغه دوه مفاهيم په مساوي توګه يادېږي .

طالبان څو کاله وړاندې هغه مهال چې نړيوال سوداګريز مرکز د القاعدې د يوې ډلې شکمنو کسانو لخوا په نښه شو د القاعدې کوربانه و .

همدا لامل و چې امريکا د القاعدې د ځپلو لپاره د طالبانو حکومت هم نسکور کړ او گنې له دواړو سره يې يو شان جګړه ييز چلند وکړ .

خو له څو کلونو وروسته ايا اوس هم طالبان او القاعده سره يو دي او که کوم توپير نه سره لري.

طالبان او القاعده دوه هغه ډلې دي چې په نړيواله کچه ډېرې پېژندل شوې دي .

دغو دوو نومونو که څه هم يو وخت سيمه ييزه او ډېره کوچنۍ بڼه لرله، خو له تېرو اوو کلونو راهيسې دومره ياد شول، چې ډېر غوږونه ور سره اشنا دي .

القاعده چې د شوروي په وړاندې د افغانانو د جهاد د مهال له عرب جنگيالو نه جوړه شوې يوه ډله وه، په لومړي مهال د ٩٠ مې لسيزې په اوږدو کې راڅرگنده شوه .

د شنوونکو په باور دا مهال طالبانو او القاعدې د يوه فکر بڼه خپله کړې چې په منځني ختيځ او نورو ځايو کې له مسلمانانو سره د امريکا په مشرۍ د لوېديځوالو په چلند قهرېدلو ځوانانو لپاره ډېر هڅوونکي بلل کېږي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More