The news is by your side.

 هوايي بریدونو په کندهار کې د یوې کورنۍ ۷ غړي په شهادت رسولي

خبریال وېبپاڼه/ د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، امنیتي ځواکونو تېره شپه د دې ولسوالۍ پر یو شمېر کلیو هوايي بریدونه کړي او ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د ارغنداب ولسوالۍ یوه اوسېدونکي د نوم د نه ښودلو په شرط خبریال وېبپاڼې ته وویل، برید تېره شپه شاوخوا اته بجي د دې ولسوالۍ په ده سبزي، ناګهان، تابین او یو شمېر نورو سیمو باندې ترسره شوی دی.

هغه زیاته کړه، د دغو بریدونو پر مهال د ده سبزي کلي د یوه اوسېدونکي «بور اکا» په نوم د یوه کس د یوې کورنۍ اوو غړي، چي ښځې او ماشومان پکې شامل دي په شهادت رسول شوي او مالي زیانونه هم وراوښتي دي.

د سرچینې په خبره، که څه هم په دې بریدونو کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو ملکي وګړو ته هم پکې مالي او ځانی زیانونه اوښتي دي.

بل خوا د کندهار امنیتي چارواکي وايي، چې تېره شپه یې د ارغنداب ولسوالۍ په خانه ګرداب، شاتوري، جازه، سرشوین، میان شوین او پای شوین کلیو کې د وسله والو مخالفینو د ځپلو په موخه هوايي بریدونه ترسره کړي دي.

دوی زیاتوي، چې په دغو بریدونو کې د ۷ ځانمرګو بریدګرو په شمول ۵۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان دي.

د امنیتي چارواکو په خبره، په دغو عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته هیڅ ډول مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تېره ورځ یې ویلي وو چې امریکایي ځواکونو د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ پر ملکي وګړو برید کړی و او یو شمېر کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه، خو امریکايي ځواکونو بیا ویلي و چې دغه بریدونه یې د دوحې د تړون مطابق د افغان ځواکونو د دفاع په خاطر ترسره کړي چې ګڼ شمېر وسله والو طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د کندهار په ارغنداب، ژړۍ، پنجوايي، میوند او ډنډ ولسوالیو کې یو ځل بیا جګړو زور اخیستی او عام خلک یې له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان کړي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.