The news is by your side.

کابل ښار کې يو څارنوال په ډزو ووژل شو

خبريال وېبپاڼه/په کابل کې دروانو هدفي وژنو په ترڅ کې نن بيا يو څارنوال وژل شوی دی، دا پېښه د کابل ښار د اتمې امنيتي حوزې په اړوند سيمه کې رامنځته شوې ده.

شاوخوا اته بجې وې چې د حبيب الله په نوم څارنوال په کارته نو سيمه کې دندې ته د تګ په مهال په ډزو ووژل شو، امنیتي مسولینو د پیښې په هکله زيات معلومات نه دي ورکړي خو ویلې یې دي چې په دې تړاو یې څېړنې پيل کړي دي.

په کابل کې هدفي وژنې په يو بل ويروس بدلې شوې دي، دولتی چارواکي خو په ښکاره په نښه کېږي ان بې ګناه خبريالان هم د مجهولو کړيو له لوري په نښه کېږي، تېره ورځ خبريال فردین امیني چې په حکومت یې تنقيدونه کول په شهادت ورسول شو، حکومتي مسولينو وويل چې فردین ځان وژنه کړې ده خو کورنۍ يې دعوه وکړه چې فردین ځان وژنه نه ده کړې، د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح فوراً د هغه کورنۍ وګواښله او‌ ويې ويل چې د اميني ټوله کورنۍ به احضار کړي.

په کابل کې د‌ نا امنۍ پېښې په داسې حال کې خپل اوج ته رسېدلې دي چې ولسمشر غني د کابل ولايت امنيتي چارې خپل لومړي مرستیال امرالله صالح ته سپارلې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.