The news is by your side.

د ترکیې او ایران د نوي جنجال بنسټ څه شی دی؟

د ترکیې او ایران د نوي جنجال بنسټ څه شی دی؟

خبريال وېبپاڼه/ په دې وروستيو کې د ايران او ترکيې اړيکې خرابې شوې دي که څه هم پرون د ايران او ترکيې د بهرنيو چارو وزيرانو د تلیفون له لارې د يوه او بل سره خبرې وکړې او د خپلو اړيکو د تقويې لپاره یې د هڅو يادونه وکړه يو بل یې دوست هېواد وبلل خو د دواړو هېوادونو د رسنیو او خلکو ترمنځ اوس هم اړيکې خرابې دي او سياسیون هم شاته متوجې دي چې د ايران او ترکيې اړیکې بنسټيزې ستونزې لري.

څه موده وړاندې چې اذرباييجان د ارمنستان څخه هغه سيمې بېرته ونیولې چې د ارمنستان له لوري د فرانسې او روسیې په مرسته اشغال شوې وې د ترکيې رول پکې لوی و، د اذربايجان او ارمنستان ددې جګړې سرنوشت د ترکیې بې پيلوټه الوتکو تعين کړ، اذربايجان په دې جګړه د ترکیې او اسراییلو څخه اخيستل شوې بې پيلوټه الوتکې الوتکې وکارولې او په لږو تلفاتو یی په کم وخت کې ارمنستان شاته تګ ته مجبور کړ.

د شديدې جګړې وروسته ارمنستان ماته وخوړه او ویې منله چې د هغه ځمکو څخه به خپل پوځیان وباسي چې د ملګرو ملتونو لخوا د اذربايجان خاوره بلل کېږي.

اذربايجان وروسته د دريو لسيزو خپله خاوره بېرته ونیوه او په دې یوه پوځي جشن ونیوه چې پکې د ترکيې ولسمشر اردوغان هم دعوت شوی و، اردوغان په دې مراسمو کې يو شعر وليد چې په ايران کې د پروت اذربایجان په هکله پکې اشاره موجوده وه، دې شعر د ايران په رسنیو کې پراخ ځای وموند او په ايران کې د ترکیې په ضد تبليغات پيل سول، دا یوازې تبليغات نه و بلکې عام ايرانيان هم سخت پارېدلي او د ترکيې ولسمشر اردوغان ته يې د سپکاوي ډک يو کمپیان پیل کړ.

د ايران د بهرنيو چارو وزير هم د اردوغان دې شعر ته غبرګون وښود او په ټوټير کې يې وليکل چې اردوغان ددې شعر په مانا سم نه دی پوه شوي، تهران په دې بسنه ونکړه او د ترکيې سفير احضار کړ او د خپل نارضایت مراتب یې ورته وړاندې کړل.

په سبا يې ترکیې په انقره کې د ايران سفير احضار کړ او شديد اعتراض يې ورته وړاندې وکړ، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د ولسمشر اردوغان په وړاندې هیڅ ډول سپکاوی او تبليغات نشي زغملی.

ځينې ايراني چارواکو ان وويل چې دوی بايد د ارمنستان او اذربایجان په جګړه کې د ارمنستان طرفداري کړې وی، خو د ځمکې شرايط داسې نه و، ارمنستان چې ډېره تکيه يې په روسيه ده پخپله د روسیې د مخالفت سره مخ و، ايران که د ارمنستان ملاتړ کړی وی نو د ننه په ايران کې تر ۳۰ ميليونو پورې ارزي توکمه خلک ژوند کوي نو پخپله دننه به هم د يو لوی جنجال سره مخ و، مطلب دا چې ايران هېڅ چانس نه درلود چې د ارمنستان ملاتړ وکړي.

اوس ايراني رسنۍ ان د خبریالۍ د اخلاقو خلاف د ترکي چارواکو په صد پروپاګند ته دوام ورکوي، خو د ترکيې دننه بيا ترکي رسنۍ او چارواکي ايران دومره جدي‌ نه نیسي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.