The news is by your side.

پر محمدیار برید د حمد الله محب اخښي‌ او د ماما زوی کړی

خبریال وېبپاڼهد ودان افغانستان ګوند مشر؛ لیکوال او شاعر محمدیار یار باندي تېره شپه په شمشاد تلویزون کې تر یوه سیاسيبحث وروسته برید وشو.

خبریال وېبپاڼې ته را رسېدلي معلومات ښيي چې برید ګر د افغانستان د امنیت شورا د سلاکار حمد الله محب د ماما زوی او اخښی صدیق منصور انصاري دی چې د حمد الله محب د دریو بچیانو او پخوانۍ مېرمنې پالنه کوي.

د حمد الله محب کورنۍ سرچینو خبریال وېبپاڼې ته وویل چې حمد الله محب خپل سکه د ماما زوی او د پخوانۍ مېرمنې ورور صدیق منصور انصاري د توندلارو په پلوۍ رسنیو ته وړاندي کړی او په دې ډول غواړي‌ چې د توندلارو او وسله والو طالبانو معلومات د امنیت تر شورا ورسوي .

د حمد الله محب اخښی او د ماما زوی  ښاغلی انصاري د حمدالله محب د هغه دریو بچیانو پالنه او ساتنه هم کوي چې په پېښور کې ژوند کوي او مور یې حمدالله محب د یوې امریکا يي نجلۍ Lael Mohib لېیل محب په غوښتنه په ۲۰۰۸ کال کې طلاقه کړه او لېیل له محب سره واده وکړ.‌

تېره ورځ د حمد الله محب اخښي او د ماما زوی پر یوه معیوب لیکوال او شاعر محمد یار برید کړی او هغه یې سخت ژوبل کړی دی.

محمدیار یار چې شاعر لیکوال دی خو په سترګو سم نه ویني‌او نه هم د لرګیو پرته تګ کولای شي.

محمدیار یار خبریال وېبپاڼې ته وویل چې صدیق منصور انصاري د ډېرو وهلو هڅه وکړه خو خلکو ترې خلاص کړ.

د حمد الله محب بل اخښی او سکه د ماما زوی عمر منصور انصاري د اترا ادارې مشر دی چې په افغانستان کې تر ټولو لویه عایداتي اداره بلله کېږي.

موږ هڅه وکړه چې دا معلومات د حمد الله محب له دفتر سره کره کړو ،خو ونه توانېدو.‌

دافغانستان ډېری خبریالان او لیکوال له حکومت نه غوښتنه کوي چې د محمد یار برید ګرو ته دې سخته جزا ورکړل شي څو ورته نوري پېښي را منځ ته نشي او د بیا آزادي ونه ګواښله شي .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.