The news is by your side.

برېتانیا خپل افغان همکاران له پامه غورځولي

خبریال وېبپاڼه/ ډیلي مېل ورځپاڼه لیکي، برېتانیا خپل پخواني افغان همکاران له پامه غورځولي او د هغوی د ژوند خوندیتوب ته پاملرنه نه کوي.

 ډیلي مېل ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي، چې برېتانیا په افغانستان کې د خپلو نږدې ۶۰۰ پخوانیو افغان همکارانو د ژوند د خوندیتوب او امکاناتو برابرولو په برخه کې بې پروايي کوي.

ورځپاڼه وایي، دا تر ډيره هغه کسان دي چې له برېتانوي ځواکونو سره یې د ژباړن او همکار په توګه دنده ترسره کړې ده خو دمګړی تر جدي ګواښ لاندې دي.

سرچینه کاږي، دغه کسان شکایت کوي چې برېتانیايي چارواکو ددوی د څارنې او اسنادو د کتنې پروسه ډېره پېچلې کړې ده، نو له همدې امله ددوی ګڼ ملګري وژل شوي دي او برېتانیا تر دې دمه د لسګونه افغان ژباړنو او همکارانو د ژوند د خوندیتوب او یا هم برېتانیا ته ددوی د لېږلو لپاره هېڅ راز همکاري نه ده کړې.

برېتانیا باید د هغو افغانانو پر وړاندې خپل مسوولیت ادا کړي، چې په افغانستان کې یې همکاران وو.

د معلوماتو له مخې، تر ۳۵۰۰ افغانانو په هلمند کې له برېتانیا سره د نظامي ماموریت پر مهال د ژباړنو په توګه دنده تر سره کړې ده، نو ددغه هېواد مسوولیت دی، چې ددوی ژوند تأمین کړي.

که بریتانیا د خپلو افغان همکارانو پر وړاندې داسې بې پروايۍ ته ادامه ورکړي، نو ښايي راتلونکي ماموریتونه یې سخت شي، ځکه خو باید د خپلو افغان همکارانو د ژوند خوندیتابه ته پام وکړي.

بل خوا د برېتانیا حکومت وايي، چې په دې برخه کې حکومت کار کړی دی او تر دې دمه یې ۳۷۵ افغان همکارانو او ژباړنو ته په بريتانیا کې د ژوند کولو زمینه برابره کړې ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.