The news is by your side.

د ایران او افغانستان ترمنځ ستراتیژیک تړون او که د اوبو سیاست؟

لیکوال: هادي مخلص

خبریال وېبپاڼه/ د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس عراقچي چې تازه افغانستان ته راغلی و وايي، ایران او افغانستان په خپلو کې نږدې اړیکې لري او ددغه اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره به ژر تر ژره ستراتيژيک تړون لاسلیک کړي.

هغه په خپله یوه مرکه کې ویلي، ایران او افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په توګه له یو بل ځینې هیلې او اندېښنې لري چې ددې تړون په لاسلیک سره به دغه اندېښنې رفع کړل شي.

عراقچي یو ځل بیا ویلي، چې له کابل سره ښې اړیکې غواړي او په دې لټه کې دي چې وکړی شي د افغانستان د سولې په پروسه کې مثبت او رغنده رول ترسره کړي.

ایران د افغانستان په اوبو سیاست کوي

اوس پوښتنه دا ده چې د ایران او افغانستان ترمنځ دغه ستراتیژیک تړون د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره لاسلیک کېږي او که ایران د افغانستان په اوبو، چې په وړیا توګه پریمانه ور روانې دي، سیاست ته ملا تړلې ده.

ايران او افغانستان د افغانستان – پاکستان – هند په څېر د سيمو پر سر شخړې نه لري؛ خو د اوبو موضوع يې دوه ‌اړخيزې اړيکې ګواښي او اوسمهال د اوبه مسله په دغو اړيکو کې يو مهم فکټور بلل کېږي، کوم څه چې د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف هم په خپله وروستۍ مرکه کې غیرمستقیم اشاره ورته کړې.

له بده مرغه د ايران او افغانستان ترمنځ د اوبو پر مسله اختلافات يوه نوي پړاو ته د ننوتلو په حال کې دي او د ګډو اوبو قضيه په دواړو هېوادونو کې خورا زياته سياسي شوې ده او د ایران او افغانستان ترمنځ د نوي ستراتیژیک تړون د لاسلیک کېدو اساسي فکټور هم ښايي د اوبو مسله وي، ځکه ایران نه غواړي چې د افغانستان اوبو دې مهار شي، په مستقیم او غیر مستقیم ډول غواړي د اوبو د مدیریت په برخه کې خنډونه جوړ کړي او یا د خبرو له لارې دغه مسله حل کړي.

 د ايران د ولسمشر حسن روحاني څه وخت مخکې په ايران کې د چاپېريال ساتنې په اړه نړيوال کنفرانس ته په خبرو کې په افغانستان کې د اوبو د بندونو په جوړولو سختې نیوکې وکړې، چې په افغانستان یې ګڼ غبرګونونه راوپارول، تر دې چې په ځينو ښارونو کې د ايران پر ضد لاريونونه هم وشول.

د افغان حکومت د مخالفینو ملاتړ

په ټوليز ډول ايران او افغانستان په خپلو دوه ‌اړخيزو اړيکو کې له ځينو لوړو- ژورو سره سره نژدې اړيکې لرلې دي؛ خو په وروستيو کلونو کې د بېلابېلو راپورونو له مخې په لوېديزو او سوېل لوېديزو ولايتونو کې ايران د افغان حکومت د مخالفينو په ملاتړ او مرستو تورن شوی، کوم څه چې پر دغو دوه‌ اړخيزو اړيکو يې سيوری غوړولی او يو لامل يې هم د اوبو قضيه بلل کېږي.

افغان حکومت د اوبو مسله حل شوې بولي

که څه هم افغان لوری له ايران سره د اوبو مسله حل شوې بولي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو د تړون پر پلي کېدو ټينګار لري او له همدې کبله افغان حکومت په دې تړاو ډېر کم ګامونه هم اوچت کړي؛ خو دا چې له يوې خوا دواړو لورو د دغه تړون د پلي کېدو او په ځانګړې توګه ايران ته د بهېدونکو اوبو د دقيقې کچې معلومولو او معلوماتو تبادله کولو په برخه کې اغېزناک ګامونه نه دي اخيستي او دواړو لورو په تورونو او ادعاوو اکتفا کړې او له بلې خوا ايران د اوبو د مسلې له کبله له بېلابېلو لارو په افغانستان فشارونه هم راوړي، له همدې کبله دا مسئله د خبرو اترو او عملي ګامونو له لارې هوارولو ته اړتيا لري.

څه باید وشي؟

دواړه هېوادونه د تېر په څېر اوسنی اختلافات هم د خبرو اترو له لارې هوارولی شي؛ خو د دواړو هېوادونو دښمني بيا نه يوازې دواړو هېوادونو ته، بلکې د سيمې په کچه ګواښ بلل کېږي. د اوبو په تړاو د 1973 کال په تړون کې د اختلاف پر مهال د ستونزو د هواري لارې چارې هم ښودل شوې دي او بايد اړوند اختلافات له تړون سره سم، له سوله‌ييزو او دوستانه لارو حل شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.