The news is by your side.

د سولې ولاړې خبرې؛ ملکي مرګ ژوبله زیاته شوې

خبریال وېبپاڼه/ په ننګرهار کې د وسله والو طالبانو لخوا د سړک پر غاړه د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې څلور ملکیان شهیدان شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ویلي، چاودنه پرون یکشنبه ماسپښین د خوګیاڼو ولسوالۍ د زاوې سیمه کې شوې ده.

هغه زیاته کړې، د وسله ‌والو طالبانو له لوري د سړک غاړې ځای پر ځای شوي ماین د ملکیانو پر سراچه ډوله موټر چاودنه کړې چې له له امله یې څلور ملکیان، چې څلور نارینه دي، شهیدان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې د جګړې د ښکېلو اړخونو له لوري د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه پورته شوې ده.

د تېرې یکشنبې په شپه د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ په ده سبزي کلي کې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې د بوراغا په نوم د دې کلي د یوه اوسېدونکي د کورنۍ ۱۱ غړي، چې ښځې او ماشومانو پکې شامل وو، شهیدان شول.

د ملکي وګړو مرګ ژوبلې د عامو افغانانو، بشر حقونو خپلواک کمېسیون او مدني بنسټونو ګڼ غبرګونونه را پارولي دي او د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ کوي چې ژر تر ژره اوربند وکړي.

په داسې حال کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې راپورونه ورکول کېږي، چې په قطر کې د سولې خبرې د شلو ورځو لپاره ځنډېدلي دي او تمه ده چې نن د افغان دولت مذاکراتي پلاوی نن کابل ته راستون شي.

دې وضعیت عام افغانان له ګڼو اندېښنو سره مخ کړي دي او له ښکېلو اړخونو غواړي چې ژر تر ژره د سولې خبرې پيل کړي او اوربند ته د اجنډا په سر کې ځای ورکړي، تر څو افغان وژنه نور ودرېږي.

نور افغان حکومت او طالب ډلې ته په کار ده، چې له خپلو ګټو وټو تېر او د عامو افغانانو د ژوند د خوندیتوب لپاره اوربند وکړي، تر څو هر سهار د چاودنو د خبر پر ځای د وطن د ابادۍ خبرونه واوري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.