The news is by your side.

م ملتونو کې پاکستان او روسیې د افغان سولې ضد دریځ ونيوه

خبريال وېبپاڼه/ په ملګروملتونو کې د افغانستان سره د ملاتړ لپاره يوه پرېکړه ليک لاسليک شو چې د نړۍ مطلق اکثریت هېوادونو ددې پرېکړه ليک ملاتړ وکړ او مثبته رايه يې وکاروله، په دې سخت وخت کې چې د نړۍ هر هېواد د خپلو ستونزو سره لاس او ګریوان دی د افغانستان لپاره په یوه مېز راټولېدل د پام وړ خبره ده.

روسيې او پاکستان خپل اصلي مخ ښکاره کړ
په دې غونډه کې د پاکستان او روسیې عبدي دښمني د افغانستان سره يو ځل بیا رابرسيره شوه، پاکستان چې په ښکاره ځان یو اسلامي هېواد معرفي کوي او ځان د افغانستان دوست ګڼي په دې رايه اچونه کې خپله رايه ونه کاروله او د افغانستان له ملاتړ څخه په شا شو.

دوه مياشتې مخکې چې عمران خان کابل ته راغلی و نو د افغانستان سره يې د اړيکو د يوه نوي فصل د پرانيستلو وعده وکړه او د تېرو پېښو د هېرولو یې وويل، خو اوس په يوه نړيوال سټېج کې پاکستان نېغه په نیغه د افغانستان په وړاندې خپل ناوړه نيت ښکاره کړ.

پدې غونډه کې د افغانستان د ملاتړ ناره پورته شوه، په افغانستان کې د ښې حکومتولۍ د سولې او اوربند او نورو ګنو ارزښتونو د ملاتړ او تقويې خبره وشوه د هر انسان تمه دا وه چې دا ډول يوې بشري غوښتن ټولګې ته بايد مثبته رايه ورکړل خو پاکستان د مثبتې رایې په ځای سپينه رايه وکاروله او د اففانستان سره يې يو ځل بيا خپله تاريخي دښمني اعلان کړه.

په دې غونډه کې د پاکستان د څېر د افغانستان د ښې ورځې دښمنی روسیې بيا د پاکستان څخه هم په ښکاره د افغانستان ددښمنی دريځ خپل کړ، روسیې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ملاتړ ښکاره مخالفت وکړ او دې پریکړه لیک ته يې منفي رايه ورکړه، په جالب ډول بيا د روسیې استازې د غونډې په پای کې وويل چې په دې سختو حالاتو کې د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي.

د روسیې شرير استازي د جرمني له استازي سره هم خوله واچوله او تور یې پورې کړ چې د افغانستان د سولې په مسله کې ددوی اندېښنې بې ځایه ګڼل شوې دي او پام نه دی ورته شوی، په داسې حال کې چې افغانان هره ورځ په وینو سره وي اوس د سولې هيلې زياتې شوې دي روسیه بيا هم په ښکاره په افغانستان کې سوله د خپل طبعيت او غوښتنو سره تړي او د افغان انسان د وژنې ددوام په طرف کې خپلې ګټې لټوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.