The news is by your side.

پوهنې وزارت خپله یوه پرېکړه واخیسته، خو بله پاتې ده

خبریال وېبپاڼه/ پوهنې وزارت ویلي چې د یاد وزارت په وړاندیز او د ولسمشر په تایید ددغه وزارت په چوکاټ کې د اسلامي تعلیماتو معینیت بېرته احیا شو.

د یاد وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وزارت به د یوې مېرمنې په ګډون له پنځو دیني علماوو د اسلامي تعلیماتو عالي اجرایوي بورد جوړوي او تر څنګ به یې د اسلامي تعلیماتو معینیت بېرته رامنځته کېږي.

 پوهنې وزارت دا هم ویلي چې د خلکو، ولسي جرګې او مشرانې جرګې د پرله پسې غوښتنو په اساس یې ولسمشرۍ ماڼۍ ته دا وړاندیز وکړ او ولسمشر هم تایید کړی دی.

 تر دې وړاندې پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو د لغوه کولو طرحه وړاندې کړې وه چې د ولس له سخت غبرګون سره مخ شوه او اوس د خلکو له فشارونو وروسته دې ته اړ شو چې له خپلې پرېکړې په شا شي.

بل خوا د پوهنې وزارت له خوا هغه طرحه، چې له مخې به یې د ښوونځیو له لومړي نه تر درېیم ټولګي پورې ماشومان به په جوماتونو کې زدکړه کوي، هم د خلکو له جدي غبرګونونو سره مخ شوې ده.

یاد وزارت څو ورځې مخکې اعلان وکړ، چې جوماتونه یې د ایکو په نوم سیسټم کې شامل کړي او په وینا یې له دې وروسته به په هغو لېرې پروتو سیمو کې چې ښوونځۍ په کې نشته، زده کوونکي تر درېیم تولګي پورې زده کړې په جوماتونو کې کوي او په وینا یې، له دې کار موخه دا دی چې اسلام د زدکړو په محور کې راشي.

 دې طرحې پر خواله رسنیو هم تاوده بحثونه راپارولي‌ او یو شمېر کسان یې د پوهنې برخه کې شا ته تګ بولي.

خو ارګ بیا د پوهنې وزارت له خوا چمتو شوې طرحې ته د غبرګونونو په ځواب کې د طرحې دفاع کړې او تینګار کوي چې د افغانستان ښوونې او روزنې وزارت د اصلاحاتو پراخ پروګرام پیل.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.