The news is by your side.

امنیتي ځواکونو کابل کې د طالبانو یو ډلګی مشر ونیوه

خبریال وېبپاڼه/  امنیتي ځواکونو د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د عبدالباري په نوم طالبانو یو ډلګی مشر له خپلو دریو ملګرو سره یو ځای نیولی دی.

دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې عبدالباري له خپلو درېیو ملګرو سره پرون د امنیتي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ونیول شو.

خبرپاڼه کې راغلي، له نیول شویو کسانو څخه یوه اندازه تجهیزات او پوځي وسایل هم ترلاسه شوي دي.

دفاع وزارت وایي، دغو کسانو د کابل په شمالي ولسوالیو کې د دولتي کارکوونکو د وژنو په وروستیو پېښو کې لاس درلود.

 تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه ‌دي ویلي.

دفاع وزارت په داسې حال کې د کابل شکردرې ولسوالۍ کې د دغو طالبانو د نیول کېدو خبر ورکوي، چې په کابل ښار کې هدفي وژنو تر بل هر وخت زور اخیستی دی.

که څه هم حکومت ویلي وو چې د امنیتي تړون طرحې په تطبیق د جنايي پېښو او هدفي وژنو په شمېر کې کموالی راغلی دی، خو اوس هم په کابل ښار کې هره ورځ تر پنځو پورې کسان د وسله والو لخوا په نښه او وژل کېږي.

طالبان د دغو پېښو مسوولیت نه اخلي، خو د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح دغه کار د طالب او داعش بولي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.